د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پارلمان د کردانو د خپلواکۍ په اړه ریفرندم رد کړ


ترکیې خبرداری ورکړی چې د کردستان د خپلواکۍ ریفریندم یا ټول پوښتنه به د کورنۍ جګړې د پیل سبب شي
ترکیې خبرداری ورکړی چې د کردستان د خپلواکۍ ریفریندم یا ټول پوښتنه به د کورنۍ جګړې د پیل سبب شي

د عراق پارلمان د سه شنبې په ورځ په یوه رایگرۍ کې د عراقي کردانو هغه پلان شوی ریفرندم یا عمومي نظرپوښتنه رد کړه چې ټاکل شوې د سپتامبر په ٢٥ وشي.

پارلمان د عراق صدراعظم ته واک ورکړی چې د عراق د یووالي لپاره له ټولو ممکنو اقداماتو نه کار واخلي.

د عراق د پارلمان غړی محمد الکاربولي وویل چې په پارلمان کې د رای اچونې پر وخت "کردي وکیلان له مجلس نه ووتل او د کردانو د عمومي نظرپوښتنې د ردولو پریکړه په اکثریت سره وشوه".

په پارلمان کې کردي وکیل مجید شینگالي د رویترز اژانس ته وویل چې کردان به دغه تصمیم ونه مني "دغه تصمیم کوم ارزښت نه لري او مونږ به عملي نه کړو".

د عراق د صدراعظم حیدر العبادي حکومت دمخه د کردانو له لورې ددغه ریفرندم ترسره کول رد کړي وو او هغه یې یو اړخیز او د اساسي قانون خلاف گڼلی و.

امریکا متحده ایالات او غربي نړۍ اندیښنه لري چې کیدای شي د سپتامبر د ٢٥ نیټې دغه رای گیري او نظرپوښتنه یو بل سیمه ییز جنجال جوړ کړي او دا کار به د اسلامي دولت د ډلې په ضد مبارزې نه پاملرنه بل لور ته واړوي.

د عراق سره یوځای ترکیه، ایران او سوریه د کردستان د آزادۍ مفکوره ردوي او اندیښنه لري چې دا جدایي کیدای شي د دوی خپلو کردي ټولنو ته پراخه شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن تیره میاشت د عراق د کردستان د مشر مسعود برزاني سره په تیلفوني خبرو کې له هغه وغوښتل چې د سپتامبر د ٢٥ له ریفرندم نه ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي داسې اندیښنې شته چې دغه نظرپوښتنه ښایي "له نورو مهمو اولیتونو نه" لکه داعش ته ماتې ورکولو څخه پام بل طرف ته واړوي.

کردانو د لومړنۍ نړیوالې جگړې د پای ته رسیدو وروسته د یو واحد دولت د جوړولو او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره مبارزه پیل کړې ده.

ترکیې خبرداری ورکړی چې په کردستان کې د خپلواکۍ لپاره ریفریندم یا ټول پوښتنه به د کورنۍ جګړې د پیل سبب شي.

XS
SM
MD
LG