د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د داعش امریکايي‌ جنګیالی امریکا ته استوي


تصویر له ارشیف څخه
تصویر له ارشیف څخه

د ترکیې چارواکي‌ وایي‌ د داعش هغه امریکایي جګړه مار به متحدو ایالتونو ته استوي چې په سوریه کې د جګړې پر مهال نیول شوی دی.

د یونان پولیس وايي چې ترکیې له دوي څخه غوښتي وو چې د داعش یو عرب-امریکايی جګړه مار ته یونان ته د ننوتلو اجازه ورکړي،‌ خو یونان یې دا غوښتنه رد کړې وه.

ترکیې د داعش دا امریکايي جګړه مار یونان ته استولی و خو یونان نه دی منلی.

د یونان چارواکي وايي‌ چې د داعش دغه امریکایی غړی بېرته ترکیې ته هم د ورتګ اجازه نلري‌ او د اوس لپاره د ترکیې او یونان ترمنځ‌ په یوه سیمه کې دی.

ترکیه وایي‌ چې په سوریې او عراق کې د داعش سلګونه اروپايي‌ او د نورو هېوادونو وګړي نیول شوي دي. دوی هلته تللي‌ وو چې د داعش په لیکو کې وجنګیږي.

ترکیه وایي د تېرمیاشت له پیل راهېسې یې د داعش ۲۸۷ بهرني جنګیالي خپلو هېوادونو ته استولي دي چې په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ترکیې پر اروپايي هېوادونو انتقاد هم کړی و چې خپل خلک نه مني، د بریتانیا په ګډون ځینو هېوادونو د خپلو هغو اتباعو تابعیت بېرته اخیستی چې له داعش سره یو ځای شوي‌ دي.

ترکي چارواکو دا خبره هم کړې وه چې ترکیه د داعش د بهرنیو جګړه مارانو هوټل نه دی.

XS
SM
MD
LG