د لاس رسي وړ اتصالات

په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش او طالب جنګیالي وژل شوي


محلي اوسیدونکي وايي که حکومت مداخله ونکړي حالات به ډیر خراب شي.
محلي اوسیدونکي وايي که حکومت مداخله ونکړي حالات به ډیر خراب شي.

د کونړ ولایتي شورا غړي عبد الطیف فضلي امریکاغږ سره خبرو کې وویل چې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په ماڼوګی ولسوالۍ کې د کوړنګل دره مکمله نیولې ده.

د ښاغلي فضلي په وینا د داعش جنګیالي د نورو درو او سیمو نه راغوڼډ شوي او تر زرو وسله والو يي په ګډه دا برید کړې. د ولایتي شورا ددی غړي په وینا حتی د ننګرهار څخه هم د داعش جنګیالي کنړ ته ورغلي او طالبان یې شړلي دي. هغه دیارلس داعش جنګیالیو د وژل کیدو خبر دی او درې طالبان هم وژل شوي دي.

په عینی وخت کې محلي چارواکي وايي چې د داعش ډلې د کوړنګل او کلایګل سیمې نیولې دي. د کونړ د والي ویاند غني مصمم امریکا غږ ته د پنجشنبې په ورځ (جنوري۱۰) وویل د دواړو ډلو (داعش او طالبانو) تر منځ جګړه اوس هم دوام لري او حکومتي ځواکونه به یې پر ضد عملیات پیل کړي. ویاند وویل د دواړو غاړو د تلفاتو په اړه معلومات نلري.

د کوړنګل سیمه د بهرنیوځواکونو لخوا پدې هم د 'مرګ دره' نومول شوې چې ډیر تلفات يي پکې لرل. د سیمې یو شمیر اوسیدونکي وايي چې داعش ډله د نورو سیمو د نیولو پسې هم خپله جګړه توده ساتي او که حکومت مداخله ونه کړي نو حالات به تردی هم خراب شي.

یو شمیر ولسي استازو د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې داعش ډلې د ماڼوګي ولسوالۍ اکثره برخې نیولي او طالبان یې د ګاونډ چپې درې ولسوالۍ ته ټول کړي دي.

که څه هم د کونړ امنیه قومانداني وايي رسنیو ته د مالوماتو په ورکړه پرې بندیز دی، خو امنیتي سرچینې وايي چې دا اوس د کونړ په یو شمیر ولسوالیو کې تر ۹۰۰ داعش وسله وال فعالیت کوي چې ډېر کله له حکومت او طالبانو سره جنګیږي.

XS
SM
MD
LG