د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس: د افغانستان نه د امریکایي سرتیرو په ایستلو غور کیږي


د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال
د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال ویلي دي چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د ایستلو موضوع څیړي.

د امریکا جمهور رئیس د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل چې د روسیې او پاکستان په گډون د سیمې هیوادونه باید په افغانستان کې د ترهگرۍ د مخنیوي لپاره عمل وکړي.

له دې دمخه داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د کمولو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ د تصمیم ښکارندوی وو.

خو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس، د فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د کمولو طرحه تر اوسه قطعي نده او "پدې هکله ارزونې روانې دي".

ښاغلي پنس زیاته کړه چې په افغانستان د امریکا جنگي کړنلاره نده بدله شوې او د داعش د ډلې او القاعده پر ضد جگړه به دوام وکړي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال ټینگار وکړ چې د امریکا د پوځي کړنلارې له مخې به د امریکا له لورې پر طالبانو باندې پوځي فشارونه دوام وکړي څو دغه ډله خبرو ته حاضره شي.

د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړوند د رپوټونو له خپریدو وروسته د افغانستان جمهوري ریاست اعلان وکړ چې د امریکایي ځواکونو وتل به د هیواد پر امنیتي وضعیت باندې "هیڅ تاثیر" ونلري.

XS
SM
MD
LG