د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د طالبانو مشران د خپلمنځي سیاسي اختلافاتو سره مخ دي؟


د افغانستان د مخکني حکومت یو شمیر چارواکي او سیاسي مبصرین پدې اند دي چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د تازه څرګندونو څخه بریښي چې دا ډله د واک او نفوذ پر سر د جدي داخلي اختلافاتو سره مخ ده.

ښاغلي حقاني په هغه ویدیو کې چې د شنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې په خپله تازه وینا کې چې ظاهرا اشاره یې خپل حکومت ته ده د 'قدرت په انحصار او د نظام په ننګولو' انتقاد وکړ.

نوموړي په خوست ولایت کې د وینا پر مهال پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي: "نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه او خپل فکر دومره راباندي حاکم شوی چې د ټول نظام ننګول، هدف کول، بدنومي کول، منحصر کول مو په مزاج کې په یو ابتکار او اساس بدل شوی دی."

په واشنګټن کې د نوې امریکا په څیړنیز مرکز کې د نړیوالو مطالعاتو د څانګې مرستیال پیټر برګن وایي د حقاني د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې هغه د طالبانو په ټولو صفوفو کې د رهبرۍ ادعا کوي.

ښاغلي برګن امریکا غږ ته وویل، "هغه د ټولو طالبانو د رهبر په توګه ځان معرفي کوي. دا چې حقانیان تل د طالبانو قوي نظامي برخه دي او دا چې د کورنیو چارو او استخباراتي ادارو کنټرول د سراج په لاس کې دی، هغه په ښه موقف کې دی چې د کندهاري طالبانو رهبري چیلنج کړي".

برګن د ترهګرۍ او افراطیت په هکله ۷ کتابونه لیکلي او د ۱۹۹۷ کال راپدیخوا یې پنځلس ځلې افغانستان ته سفرونه کړي. هغه پدې اند دی چې د حقانیانو او نورو طالبانو تر منځ تل توپیر موجود و.

هغه زیاته کړه، "حقانیان تل تر یوه حده د اصلي طالبانو سره توپیر درلود ځکه چې د هغوي د واک مرکز د افغانستان په ختیځ او مرکز کې و او په جنوب کې یې واک نه درلود".

د طالب مشرانو تر منځ د واک او نفوذ پر سر د اختلافاتو تر څنګ یو شمیر نور کارپوهان بیا پدې اند دي چې د حقونو، مدني آزادیو او میرمنو د حقونو په هکله هم د کندهاري او غیر کندهاري طالب مشرانو تر منځ عمده اختلافات شته دي.

په امریکا کې میشت سیاسي کارپوه عظیم الله ورسجي د ټولشموله حکومت جوړیدل او په نهایت کې د طالبانو د لومړۍ دورې د سناریو مخنیوی هغه څه بولي چې په طالبانو کې دننه یې په هکله اختلافات شته دي.

ورسجي امریکا غږ ته وویل، "د حقاني ډله، د قطر ډله او د (د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر) ملا یعقوب چې د قطر، متحده ایالاتو او نورې نړۍ سره په اړیکه کې و د نرمښت او تغیراتو او نړۍ سره د اړیکو پراخه کیدل غواړي خو پخپله هبت الله او په پاکستان او افغانستان کې همفکره مشران یې د اسلام په نامه د سخت دریځه قبیله اي سیاستونو دوام غواړي".

ښاغلي ورسجي زیاته کړه چې د عوایدو راټولول، د اداري لګښتونو لپاره د پیسو بیلوالی او سترې مذهبي او دولتي پریکړې هغه څه دي چې د ملا هبت الله د دفتر او د طالبانو د نورو مشرانو تر منځ یې اختلافات شته دي.

د افغانستان د مخکني حکومت د کډوالو او بیرته ستنیدونکو د چارو وزیر نور رحمان اخلاقي د پیټر برګن سره یو شان نظر لري. هغه امریکا غږ ته وویل، " حقانې شبکې په تیرو شلو کالنو کې د لوی کندهار طالبانو په پرتله بیل نقش درلود او کړنې یې د لوی کندهار د طالبانو په کنټرول کې نه وې".

ښاغلي اخلاقي همدارنګه وویل، سره لدې چې "کندهاري طالبان" حقانیان د طالبانو د اصلي جریان بانیان نه بولي خو دا چې دې شبکې په تیرو شلو کالونو کې مهم تروریستي فعالیتونه کړي، له همدې کبله ځان د نورو طالبانو په پرتله ډیر مستحق بولي.

د افغانستان د مخکني حکومت دا چارواکی د سراج الدین حقاني تازه څرګندونو ته په غبرګون کې وایي چې حقانیان په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې فکر کوي چې د کندهاري طالبانو یا کویټې شورا لخوا په یو ډول د واک څخه څنډې ته کیږي او ښایي په راتلونکو ورځو کې وګورو چې د حقاني شبکه د نور امتیاز غوښتنه وکړي.

د افغانستان د مخکني حکومت عدلیې وزیر او د مقاومت جبهې یو غړی ‎، فضل احمد معنوي هم د ښاغلي حقاني تازه څرګندونو ته په غبرګون کې په ټویټر کې لیکلي، "د طالبانو د ډلې مشر خپل حکمونه د محدود شمیر سخت دریځه ملایانو په منځ کې صادروي. د حقاني شبکې چې پاکستان ته نږدې ده او کندهار حوزې طالبانو تر منځ چې امریکا او هند ته ډیر نږدې شوي، هره ورځ اختلافات مخ په ډیریدو دي."

د سیاسي علومو پروفیسر سید جواد سجادي هم پدې باور دی چې طالبان د ژورو اختلافاتو سره لاس او ګریوان دي ځکه چې د هغه په قول د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت انحصاري، ایډیولوژیک او داسې حکومت دی چې د یو جنس، یو قوم، یو مذهب، یوې ژبې خلک او یوه ډله پکې واکمنه ده او په هیڅ ډول د افغانستان د ولس استازیتوب نکوي.

د ښاغلي سجادي په وینا د طالبانو په کړنو کې د افغانستان د ټولنې بنسټیز حقوق او غوښتنې له پامه غورځول شوي او آن دا چې ځيني طالب مشران د دې کړنو سره مخالفت لري.

بل سیاسي کارپوه بریالی نصرتي هم پدې باور دی چې د طالبانو تر منځ د قانون په تدوین، میرمنو حقونو، بیان آزادۍ، سیاسي آزادیو، د حکومت جوړښت او مخالفانو سره د تعامل په هکله اختلافات شته دي خو تر څنګ یې دا هم وایي چې دا اختلافات دومره جدي ندي چې د دې ډلې د ټوټه ټوټه کیدو سبب شي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پرته لدې چې د سراج الدین حقاني نوم واخلي، یکشنبه فبروري ۱۲ (سلواغې۲۳) وویل چې انتقاد باید په محرمه توګه څرګند شي.

مجاهد وویل، " که څوک په امیر، یو مسؤل، رئیس، وزیر او یو مرستیال نیوکه لري، غوره ده او اسلامي اخلاق هم دا ایجابوي د هغه حرمت وساتل شي او عزت یې محفوظ وساتل شي. په محرمه او مصؤنه توګه ورته نزدې شي او بل څوک یې وانه وري او خپل انتقاد ورته ورسوي.

دا لومړی ځل ندی چې یو جګپوړی طالب مشر ظاهرا په خپلو منځونو کې له اختلافاتو پرده پورته کوي، تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم له طالبانو او عوامو خلکو غوښتي وو چې د «حاکمانو هره خبره» په پټو سترګو ونه مني.

ښاغلي ستانکزی‌ په لوګر کې د یوې مدرسې په فراغت غونډې کې، چې ویډیو یې د جنوري په لسمه خپره شوه ویلي وو چې د طالبانو مشران «پیغمبران او صحابه نه دي»، بلکې د «شلمې او یوېشتمې پېړۍ خلک دي.. هر څوک که حاکمیان دي، که والیان دي، که امنیه قومندانان دي، که وزیران دي، که رئیس جمهور دي که هر څوک دي... سهوې کوي، خطاوې کوي.»...

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د دویم ځل لپاره واک ته له رسیدو وروسته، د طالبانو حکومت تر اوسه د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی بلکې امریکا پر یو شمیر طالب چارواکو تازه د ویزو محدودیتونه هم لګولي‌ دي.

XS
SM
MD
LG