د لاس رسي وړ اتصالات

داعش: د خپل مخکني مشر د قتل بدل اخلو


د داعش مشر د فبروري د میاشتې په ۳مې په سوریه کې پدې کور کې ووژل شو.
د داعش مشر د فبروري د میاشتې په ۳مې په سوریه کې پدې کور کې ووژل شو.

د اسلامي دولت یا داعش ډله وایي د خپل مخکني مشر ابو ابراهیم القریشي د وژل کیدو غچ اخلي او د خپلو پلویانو څخه یې غوښتي چې په اوکراین کې د جګړې څخه په ګټې اخیستو دې په اروپایي هیوادونو کې بریدونه وکړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د داعش د یو غږیز پیغام پر بنسټ چې یکشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) په ټیلګرام کې خپور شوی په راپور کې ویلي چې دې ډلې د خپل مخکني مشر او ویاند د وژل کیدو د بدل اخیستو په خاطر د "سپیڅلې مبارزې" د پیل کولو خبر ورکړی.

د دې ډلې ویاند ابو عمر المهاجر همدارنګه پخپلو پلویانو غږ کړی چې په اوکراین کې د "موجود فرصت" څخه په ګټې اخیستو په اروپا کې بریدونه پیل کړي.

المهاجر په ګاونډی هیواد اوکراین د روسیې یرغل ته په اشارې ویلي چې "صلیبیان د یو بل سره جګړه کوي".

د داعش دې پخواني مشر تیر کال د فبروري په ۳مې سلواغلې ۱۴ مې په سوریه کې وروسته تر هغه په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول او د خپل ځان سره یو ځای یې میرمنې او ماشومان هم ووژل چې د امریکا د ځانګړو عملیاتو ځواکونو په یو کور چې القریشي پکې پټ و، چاپه واچوله.

د القریشي د وژل کیدو څخه څه باندې یوه میاشت وروسته داعش د خپل مشر وژل کیدل تائید کړل او د هغه پر ځای یې د ابو حسن الهاشمي القریشي د نوي مشر په توګه ټاکل کیدل اعلان کړل.

امریکایي ځواکونو د داعش پخواني مشر ابو بکر البغدادي هم په یوې چاپې کې وژلی و.

قریشي د عراق د تلعفر اوسیدونکی و او په ۲۰۱۹ کال کې د امریکایي ځواکونو لخوا د داعش د پخواني مشر بغدادي تر وژل کیدو وروسته ددې ډلي مشر شو.

د داعش دا مشر په امیر محمد سعید عبدالرحمان المولی هم مشهور و. د امریکا متحده ایالاتو د هغه په سر د ۱۰ ملیون ډالرو انعام ایښی و.

سره لدې چې د داعش وسله واله ډله په سوریه کې ماته شوې خو بیا هم وخت ناوخته په لیرې پرتو سیمو کې په نظامي اهدافو او د تیلو په تصفیه خانو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG