د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په افغانستان کې د واک په خپلمنځي کشمکش کې


روسیه وایي، مسکو په تاجکستان او قرغزستان کې نوې وسلې ځای پر ځای کوي چې مرکزي اسیا ته د داعش د پراخیدو مخنیوی وکړي
روسیه وایي، مسکو په تاجکستان او قرغزستان کې نوې وسلې ځای پر ځای کوي چې مرکزي اسیا ته د داعش د پراخیدو مخنیوی وکړي

په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د یو لوړپوړي قوماندان لیک یوه کاپي چې د اسوشیتدپرس خبري اژانس ته رسیدلي ددې ډلې د پاکستاني او اوزبیکو جنگیالیو ترمنځ د قدرت پر سر د مخ په زیاتیدونکې جگړې خبر ورکوي.

په دغه لیک کې د اوزبیک د یوې یاغي ډلې مشر معاویه اوزبیکستاني ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د داعش د مخکني مشر عبدالحسیب، له وژل کیدو وروسته اوس هغه ددې ډلې مشري کوي.

د اوزبیک جنگیالیو دغه قوماندان په دې لیک کې په افغانستان کې د داعش د مشر په توگه د شیخ اسلم فاروقي په نامه د یو شخص د ټاکل کیدو خبر رد کړی او هغه د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې آی اس آی، پروپاگند گڼلی دی.

معاویه اوزبیکستاني، په افغانستان کې د داعش پاکستاني جنگیالي د پاکستان د استخباراتي ادارې سره د نژدې اړیکو په لرلو تورن کړي دي. په افغانستان کې د داعش اکثر پاکستاني جنگیالي د پاکستان د اورکزیو د قبیلې ځوانان دي.

اسوشیتدپرس لیکلي چې د داعش د ډلې افغان او د منځنۍ اسیا جنگیالي غواړي ددې ډلې مشري د پاکستانیانو نه واخلي.

په افغانستان کې د داعش جنگیالیو ترمنځ درز د پاکستان د اورکزیو په قبائیلي سیمه کې ددې ډلې د مشرانو له غونډې وروسته پیدا شو. ددغې غونډې په هکله لږ تر لږه دوو خبرو منابعو د اسوشیتدپرس خبري اژانس ته ویلي په غونډه کې د داعش ۴٠ لوړپوړو قوماندانانو گډون کړی و.

دغې غونډې سیف الاسلام په افغانستان کې د داعش نوی مشر ټاکلی دی. خو څرگنده نه ده چې چې آیا سیف الاسلام هماغه شیخ اسلم فاروقي دی چې معاویه اوزبیکستاني د داعش د مشر په توگه د هغه ټاکنه رد کړې ده او که نه.

تر اوسه د اسلامي دولت ډلې په رسمي توگه په افغانستان کې د دې ډلې د نوي مشر په اړه څه نه دي ویلي او د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتي مقاماتو هم په دې هکله له نظر څرگندولوډډه کړې ده.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ په کابل کې د "کابل پروسې" په غونډه کې د ۲۰هیوادونو د استازو ته وویل چې په تیرو دوو کلونو کې د داعش ١١۰۰۰ بهرني جنگیالي افغانستان ته راغلي دي.

ددې سره جوخت روسیې هم د هغه گواښ په اړه خبرداری ورکړی چې د داعش له لورې د افغانستان شمالي گاونډیانو ته متوجه دی.

د روسیې د دفاع وزیر سرگي شویگو، د سه شنبې په ورځ په قزاقستان کې په یوه امنیتي غونډه کې وویل چې مسکو په تاجکستان او قرغزستان کې په خپلو پوځي اډو کې پرمختللې نوې وسلې ځای پر ځای کوي چې د اړتیا په صورت کې مرکزي اسیا ته د داعش د پراخیدو مخنیوي ته تیار اوسي.

د داعش په لیکو کې د زیات شمیر اوزبیکستاني جنگیالیو شتون په ځانگړې توگه روسیې ته د اندیښنې وړ دي.

XS
SM
MD
LG