د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ د داعش واک لاندې سیمې کې خوراکي مواد غورځولي


دولایتي شورا ځینې غړي ادعا کوي چې په کڅوړو کې نظامي تجهیزات وو
دولایتي شورا ځینې غړي ادعا کوي چې په کڅوړو کې نظامي تجهیزات وو

د افغانستان په جوزجان کې چارواکي وایي چې افغان هوايي ځواکونو "تېروتنې"د داعش تر واک لاندې سیمې کې خوراکي مواد غورځولي دي.

چارواکي وايي د خوراکي موادو دا کڅوړې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې غورځول شوي دي.

د جوزجان د امنیې قومندان رحمت الله ترکستاني امریکا غږ اشنا ته وویل چې د چهارشنبې په شپه افغان امنیتي ځواکونو درزاب ولسوالۍ ته خوراکي مواد انتقالول چې یوه کڅوړه یې د داعش تر واک لاندې سیمې کې غورځولې ده.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي پر افغان امنیتي ځواکونو انقاد کوي چې په خپلو چارو کې همغږي نلري او وايي دا ډول کارونه اورپکي پیاوړي کولی شي.

دولایتي شورا ځینې غړي ادعا کوي چې په کڅوړو کې نظامي تجهیزات وو، خو امنیتي چارواکي وایي چې خوراکي مواد وو.

په همدې حال کې ښاغلي ترکستاني وویل چې د درزاب په ولسوالۍ کې یې له داعش جګړه مارانو سره په درې ورځني جنګ کې د هغوی تش په نامه ولسوال او ۳۵ جګړه ماران وژلي دي.

نوموړي وویل چې ۸۰ نور تازه دم افغان سرتېري سیمې ته رسېدلي چې داعش مات کړي. تراوسه په سیمه کې د داعش جګړه مارانو د غورځول شویو کڅوړو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان ځواکونو، داعش او طالبانو ترمنځ له درې ورځني جنګ وروسته افغان پوځ د درزاب ولسوالي ونیوله.

XS
SM
MD
LG