د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: په افغانستان کې د داعش تبلیغاتي مسوول ووژل شو


په تیرو لسو میاشتو کې په ترهگرۍ ضد عملیاتو کې د حفیظ سعید خان او د هغه د ځای ناستي عبدالحسیب په گډون د داعش-خراسان زیات شمیر مشران وژل شوي
په تیرو لسو میاشتو کې په ترهگرۍ ضد عملیاتو کې د حفیظ سعید خان او د هغه د ځای ناستي عبدالحسیب په گډون د داعش-خراسان زیات شمیر مشران وژل شوي

امریکایي قواو په افغانستان کې د داعش-خراسان د رسنیو د لوړپوړي مشر جواد خان وژل کیدل تائید کړي دي.

جواد خان د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې د جون په دریمه د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې وژل شوی دی.

د ننگرهار ولایت د اچین ولسوالي د اسلامي دولت د ډلې د داعش-خراسان د څانگې مرکز دی چې له دغه ځایه ددې ولایت په څو ولسوالیو کې تروریستي فعالیتونه کوي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وایي "د [جواد خان] وژنه به د داعش-خراسان شبکه گډه وډه کړي، د هغوی جلب او جذب به راکم شي او هغوی به د نړیوالو عملیاتو له کولو څخه شا ته کړي".

جنرال نیکلسن وایي داعش-خراسان په افغانستان کې امن ځای نه لري "د خپلو افغانو شریکانو سره به یوځای پر داعش-خراسان باندې تهاجمي بریدونو ته دوام ورکړو او ورته به ماتې ورکړو".

جواد خان د اسلامي دولت د ډلې د خراسان په څانگه کې د رسنیو د لوړپوړي چارواکي په حیث کار کاوه او د هغه په مړینې سره به دا ډله د یو تجربه کاره تبلیغاتي او پروپاگندچي نه محرومه شي.

امریکایي ځواکونه وایي دغه برید د داعش-خراسان د رسنیو عمده مرکز له منځه وړی او په دې سره به ددې ډلې اړیکې په سوریه کې د داعش د عمده مرکز سره وشلیږي.

په تیرو لسو میاشتو کې افغان او امریکایي ځواکونو د ترهگرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د حفیظ سعید خان او د هغه د ځای ناستي عبدالحسیب په گډون د داعش-خراسان زیات شمیر مشران او قوماندانان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG