د لاس رسي وړ اتصالات

دریو میاشتو کې مو افغانستان کې د داعش ۹۰ جګړه ماران وژلي- ناټو


ISIS Afghanistan
ISIS Afghanistan

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي‌ د ۲۰۱۸ کال د پیل راهېسې یې د داعش ۹۰ جګړه ماران وژلي دي‌ چې ډېر یې په جوزجان کې وو.

د قاطع ماموریت په اعلامیې کې ویل شوي‌ چې په وروستۍ پېښه یې د چهارشنبې په ورځ (اپریل۱۱) وشوه چې په یو هوايي برید کې د داعش ۲۲ جګړه ماران ووژل شول.

وايي د همدغې میاشتې په شپږمه نیټه یې په یو هوايي برید کې د شمال لپاره د داعش (امیر قاري حکمت الله) وواژه. له برید ورسته د اعلامیې په اساس ۲۲ نورو داعشي جکړه مارانو غوښتل چې راشي او د درزاب ولسوالۍ د نیولو او ساتلو هڅه وکړي، خو په بریدونو کې ووژل شول.

په اعلامیې کې د بهرنیو ځواکونو د قومندان جنرال جان نیکلسن له خولې لیکل شوي چې د قاري حکمت الله او نورو وژل د داعش لپاره یوه تکتیکي ماتې ده. اعلامیه د یکشنبې په ورځ (اپریل۱۵) خپره شوې ده.

وايي دا عملیات له افغان ځواکونو سره په ګډه کیږي. دوی نه دي ویلي چې په وژل شویو کې یې څومره بهرني او څومره داخلي دي. نه هم داعش ډلې په دې هم اړه تراوسه څه ویلي دي.

ناټو داسې مهال د افغانستان په شمال کې د داعش جګړه مارانو د وژلو خبره کوي چې تر دې مخکې ځینو افغان امنیتي‌ ځواکونو دغلته د داعش په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو د موجودیت خبره کړې وه.

د جوزجان د امنیې قومندان فقیر محمد جوزجاني د فبروۍ په اوومه نیټه ویلي وو چې په عملیاتو کې یې د داعش ډلې یو چینایي او درې ازبک جګړه ماران هم وژلي دي.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې راڅرګند شو. دغه ډله تر ډېره د افغانستان په ختیځ فعاله وه چې بیا افغان چارواکو د هېواد ځینو نورو برخو کې هم د دغې ډلې د موجودیت خبره وکړه. ویل کیږي چې دغه ډله په ټول افغانستان کې د ۳۰۰۰-۳۵۰۰ ترمنځ جګړه ماران لري.

ولسمشر محمد اشرف غني تېرکال ویلي وو چې افغانستان ته ۱۱۰۰۰ بهرني جګړه ماران راغلي دي. ښاغلي غني دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې ۲۲ ترهګريزې ډلې فعالیت لري او ۲۰۱۷ کال یې د داعش د نابودولو کال بللی و.

XS
SM
MD
LG