د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې داعش وسله والو له دریو ورونو سرونه پرې کړي- چارواکي


اسلامي دولت یا د اعش وسله والو پخوا هم د نګرهار په ولایت کې له شمیر کسانو سرونه پرې کړي او په بمونو يې الوزولي وو.
اسلامي دولت یا د اعش وسله والو پخوا هم د نګرهار په ولایت کې له شمیر کسانو سرونه پرې کړي او په بمونو يې الوزولي وو.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د اسلامي دولت یا داعش وسله والو تیره شپه د دغه ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې د دریو ورونو څخه، چې تازه د طب پوهنځي څخه فارغ شوي وو، سرونه پرې کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په تریلي سیمه کې داعش وسله والو د داکټر نواب درې زامن ، نثار، نعیم او عبد الوهاب وژلي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ډګروال حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ اشنا راډیوته وویل، چې داعش وسله والو له دغو درې ورونو څخه سرونه پرې کړي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي شیرعلي امریکا غږ ته وویل چې دغو درې ورونو د طب پوهنځی لوستی وو او تېره شپه له کوره ایستل شوي او بیا ترې سرونه پرې شوي دي.

نوموړی وايي چې دغه کورنۍ له چا سره شخصي بدي هم نه لري. د ننګرهار د والي ویاند وویل، چې تراوسه د دغو دریو ورونو څخه د سر د پرې کولو علت ورته څرګند نه دی، خو پولیس سیمې ته تللي او په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د سیمې یو اوسیدونکي تاج محمد وايي، داعش وسله والو د دریو وژل شوو ورونو سرونه د هغوی په سینو ایښي او د سیمې خلکو ته یې خبرداری ورکړی، چې دغو جسدونو ته نږدې نه شي.

د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې په دې اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د تیر۱۳۹۶ کال په نیمايي کې افغان امنیتي ځواکونو د چپرهار په ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش له وسله والې ډلې سره درنې جګړې وکړې، چې په پایله کې د دغې وسله والې ډلې جنګیالي له چپرهار څخه ووتل، خو د ننګرهار د والي ویاند وایي، دا ډله لا هم د شپې له خوا کله کله په دغې ولسوالۍ کې خپل فعالیتونه پرمخ وړي.

داعش د ننګرهار ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې فعال حضور لري، چې افغان او امریکايي ځواکونه یې پر وړاندې په جګړه بوخت دي.

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د ادعا له مخې نن د دوشنبې د ورځې په سهار د امریکایي ځواکونو د درنو وسلو په ډزو کې د هسکې مینې په ولسوالۍ کې د داعش ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

د امریکایي ځواکونو دا ډزې د جلال اباد له هوايي ډګر څخه د هسکې مینې د ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د داعش پر مرکزونو کړي دي.

د داعش ډلې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د دغې ادعا په اړه هم تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG