د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ډلې په کابل کې په یو چینايي رستورانت باندې د برید مسئولیت ومانه


د داعش ډله ادعا کوي چې په کابل کې په یو چینایي رستورانت کې د دوشنبې د ورځې، جنوري ۱۹، برید دوی کړی دی.

په دغه برید کې، چې د کابل د نوي ښار په سیمې کې د ګلفروشۍ په کوڅې کې شوی، لږ تر لږه اوتنه وژل شوي چې یو یې چینایي دی.

د داعش ډلې ته منسوب د «اعماق نیوز» په ویبسایټ کې په خپرې شوې اعلامیې کې ادعا شوې، چې د دوی ځانمرګي په رستورانت کې دننه ځان الوځولی او په رستورانت کې د طالبانو د ساتونکو په ګډون یې «۲۵ تنه وژلي او ژوبل» کړي دي. په خپلواکه توګه د دغې ادعا ثابتول ستونزمن دي.

په همدې حال کې له دغه برید څخه وروسته چین له افغانستان څخه غوښتي دي چې په هغه هېواد کې د چینایي اتباعو امنیت خوندي کړي او په دې برخې کې ضروري اقدامات وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د کابل برید غندلی، له چینایي اتباعو یې غوښتي چې په نژدې وخت کې افغانستان ته سفر ونه کړي او په هغه هېواد کې مېشتو چینیایانو او چینايي شرکتونو ته یې سپارښتنه کړې چې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي. بیان وايي چې په برید کې یو چینايي وژل شوی.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې دChinese Noodle په نوم چینايي رستورانت کې دننه چاودنه وشوه او لا یې هم نوعیت معلوم نه دی.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې «په چاودنه کې یو تن چينايي تبع ایوب چې مسلمان و او ۶ تنه افغانان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي، چاودنه له آشپزخانې سره نږدې شوې ده، د چاودنې نوعیت لا معلوم نه ده، تحقيقات روان دي.»

په کابل کې د ایمرجینسي روغتون په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «روغتون ته نژدې په نوي ښار کې له چاودنې وروسته ۲۰ کسان د ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي. د انتقال شویو کسانو له ډلې څخه یې اوه تنه مړه شوي.»

په اعلامیې کې ویل شوي دي په زخمیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم دي او زخمیان په بدنونو کې ټپونه او داغونه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو په حکومت کې په کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې چاودنې کېږي، تر دې مخکې هم دا ډول چاودنې شوې دي چې د اکثریت مسئولیت د داعش خراسان ډلې په غاړه اخیستی. په هغو چاودونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG