د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په هند کې د داعش د احتمالې حملې خبرداری ورکړ


په هند کې د امریکا سفارت په خپلو مخکنیو امنیتي مشورو کې د داعش نوم نه و یاد کړی
په هند کې د امریکا سفارت په خپلو مخکنیو امنیتي مشورو کې د داعش نوم نه و یاد کړی

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د لومړي ځل لپاره په ښکاره توگه په هند کې د اسلامي دولت د ډلې له لورې د احتمالي ترهگریزو حملوخبرداری ورکړی.

په نوي ډهلي کې د امریکا سفارت د سه شنبې په شپه په یو لنډ پیغام کې پر امریکایانو غږ وکړ چې د "پوره احتیاط نه کار واخلي او خپل امنیتي تدابیر ډېر کړي" په ځانگړې توگه په مذهبي ځایونو، بازارونو او جشنونو کې د تګ راتګ پر مهال.

په هند کې د امریکا سفارت په خپلو مخکنیو امنیتي مشورو کې د اسلامي سخت دریځو ډلو لکه هندي مجاهدینو او په پاکستان کې میشت د لشکر طیبه ډلې نومونه یاد کړي وو خو د داعش نوم یې نه و اخیستی.

د هیرتیج د بنسټ لوړپوړې څیړونکې لیزا کورکتیس وایي دغه نوی خبرداری ښایي په هند کې د اسلامي دولت د ډلې د غړو پورې اړوند وي. هغه تیره میاشت په کیرالا ایالت کې د داعش د یوې کړۍ نیولو ته اشاره کوي چې گمان کیږي د هند د دیوالي پر دودیز جشن یې د حملو پلان درلود.

له بلې خوا د اپریل د میاشتې په اتمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې مسلمان مظاهره چیانو د اسلامي دولت د ډلې بیرغ اوچت کړی و او د هند ضد نارې یې وهلې.

میرمن کورکتیس چې د سي آی ای پخوانۍ څیړونکې او د هند او پاکستان په سفارتونو کې امریکایي دیپلوماته وه، وایي "ددغه نیونو په نتیجه کې ښایي په هند کې د داعش د تروریستي گواښونو په هکله نور معلومات ترلاسه شوي وي".

د ستراتفور په نامه د یوې شخصي ستراتیژیکې استخباراتي موسسې لوړپوړی امنیتي منصبدار فرید بارټن وایي چې په دې کې هیڅ شک نشته چې په هند کې د داعش د راټوکیدو امکانات شته.

په دوو نورو اسیایي هیوادونو بنگله دیش او پاکستان کې د اسلامي دولت ډله په بریالیتوب توانیدلې ده چې د محلي اسلامپالو شبکو سره اړیکه ونیسي. میرمن کورکتیس وایي د اسلامي دولت ډله ښایي په هند کې هم له همدغه تکتیک نه کار واخلي او د هندي مجاهدینو په څیر ډلو سره اړیکه ونیسي چې څو کاله دمخه یې په یو لړ حملو کې لاس درلود".

هغه وایي چې "داعش د مۍ په میاشت کې د خپل جلب او جذب یوه ویډیو خپره کړه چې هندي مسلمانان [هندي مجاهدین] په کې د هند پر مسلمانانو غږ کوي چې په کشمیر کې د بې عدالتۍ غچ واخلي".

د هند مسلمان اقلیت

څیړونکي وایي د یو څو تنو سخت دریځو پرته، د هند د مسلمانانو اکثریت علاقه نه لري چې د داعش سره یوځای شي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د هندي مجاهدینو او نورو ډلو په لسگونو غړو له هند څخه سوریې او عراق ته سفر کړی چې د داعش په څنگ کې وجنگیږي، خو باور نه کیږي چې د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر البغدادي ته دې یې بعیت کړی وي.

هند د پخوا راهیسې په بنگله دیش او پاکستان کې د میشتو ترهگریزو شبکو له گواښ سره مخامخ دی. دغو شبکو په دې هیواد کې یو لړ حملې ترسره کړې دي.

XS
SM
MD
LG