د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ضد عراقي شیعه او سوني قربانیان جلا هدیرو کې ښخیږي


که له یوې خوا د داعش ضد جګړې زور اخیستی له بلې خوا په نجف کې د شیعه ګانو هدیرې کې قبرونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

په عراق کې د داعش د جګړه مارانو پر ضد عملیاتو کې د شیعه وژل شویو جنګیالیو قبرونه ورځ په ورځ زیاتیږي.

د عراق په جنګ کې په زرګونه شیعه وژل شوي جنګیالي د نجف ښار د وادي السلام په قبرستان کې ښخ دي/ ښخیږي. دا هدیره یوازې د داعش پر ضد د جنګ د قربانیانو ورستی منزل نه دی، بلکې بیشماره نور شیعه جګړه ماران هم، چې د عراق په بېلابېلو برخو کې وژل شوي، همدغلته ښخ دي.

دغې هدیرې ته نژدې هره ورځ لسګونه او سلګونه خلک راځي او د خپلو عزیزانو پر قبر د غم اوښکې تویوي. د نجف قبرستان په ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸ کلونو کې له ایران او کویټ سره د عراق د جنګ ژوندی تاریخ بلل کېده، خو تقریبآ یوه لسیزه وروسته نور هم پراخ او لوی شو.

سره له دې چې عراقي چارواکي رسمآ د داعش له جګړه مارانو سره په جنګ کې د شیعه وژل شویو وسله والو دقیق ارقام نه ورکوي او یا یې نلري، خو د نجف د لویې هدیرې په لیدلو سره د وژل شویو د شمېر ښه اندازه کېدی شي.

د عراق وژل شوي سُني سرتېرې په نورو هدیرو کې ښخیږي. چارواکو په ۲۰۱۴ کال کې له داعش سره د وژل شویو شیعه وسله والو لپاره د جلا قبرستان د ټاکلو او جوړولو پرېکړه وکړه.

قبرستان او قبر کېندونکي

یو شمېر قبرکېندونکي وایي په دغه قبرستان کې معمولآ د ورځې ۲۰ قبرونه کېندل کیږي، خو ۴۸ کلن قبرکېندونکی شاکر محمود وايي "کله چې جنګ زیات وي، بیا د ورځې ۴۰ او۵۰ قبرونه کیندم".

په داسې حال کې چې له داعش نه د موصل د بیا نیولو له عملیاتو څه باندې یوه میاشت تېریږي او تلفات هم لري، د نجف له قبرستان سره څلور میله نوره ځمکه هم یو ځای شوې چې نور هم پراخ شي.

د وژل شویو عراقي شیعه جګړه مارانو دقیق ارقام نشته، خو د قبرستان په لیدو سړي ته د دغه شمېر اټکل کېدی شي
د وژل شویو عراقي شیعه جګړه مارانو دقیق ارقام نشته، خو د قبرستان په لیدو سړي ته د دغه شمېر اټکل کېدی شي

په ۲۰۱۴ کال کې شیعه ملا ایت الله علي السیستاني د داعش پر ضد د جهاد اعلان وکړ او ورسره سم بې شمېره شیعه ځوانانو د داعش پر ضد جنګ ته ورودانګل.

دروېشت کلن حیدر موسی له هغوی کسانو څخه و، چې د ښاغلي السیستاني له فتوا وروسته یې د عصایب اهل الحق له ډلې سره یو ځای او د داعش پر ضد یې ټوپک راواخیست، خو ووژل شو.

د اسوشیټډپرس خبریال د نجف په قبرستان کې د حیدر موسی پر قبر د هغه له ورور سره خبرې وکړې. د حیدر ورور محمد موسی چې د داعش پر ضد جنګیږي وايي "موږ ټول چمتو یو چې سرونه قربان کړو. موږ به جنګ کوو او که د خدای راضا وه موصل به له داعش نه نیسو. داعش که هر څه کوي موږ یې پروا نه ساتو".

دغه قبرستان ته هره ورځ سلګونه ښځې، سړي، ماشومان او ځوانان راځي او د خپلو عزیزانو پر قبرونو ژاړي، وېښته شوکوي، ځانونه وهي او دغم اوښکې تویوي.

صبریه محمد یوه مور ده چې زوی یې له داعش سره په جنګ کې وژل شویدی. هغې چې د نجف په قبرستان کې د خپل زوی پر مزار ژړل وویل چې زوی يې د ۲۰۱۶ کال د مۍ په میاشت کې د بغداد په شمال-ختیځ د دیالا په سیمه کې ووژل شو.

هغي وویل " زه بل هيڅوک نلرم. د دغو خلکو ګناه څه وه چې ووژل شول. د دوی وینو هېڅ رنګ رانه وړ".

XS
SM
MD
LG