د لاس رسي وړ اتصالات

داعش له موصل نه وشړل شو - د عراق پوځ 


عراقي ځواکونه له موصل نه د داعش د شړلو جشن لمانځي
عراقي ځواکونه له موصل نه د داعش د شړلو جشن لمانځي

عراقي ځواکونه د عراق په موصل کې د داعش ډلې د ماتې جشن لمانځي، خو لا هم په ځینو سیمو کې جنګ روان دی.

د عراقي پوځ یو جنرال جسیم نیزال وايي چې سرتېرو یې پر داعش بری ترلاسه کړی دی او دا بری یې په نڅاګانو او خوښیو لمانځي.

عراقي پوځ د امریکا په ملاتړ د تېرکال په اکتوبر کې له موصل څخه د داعش جګړه مارانو د شړلو عملیات پیل کړل. موصل د داعش تر ټولو قوي مرکز بلل کیده.

اسوشیتډ پرس وایي اوس د داعش جګړه ماران یوازې د موصل د زاړه ښار په یو کیلومتر سیمه کې واکمن او کنترول لری.

داعش د موصل ښار په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه. جنرال نیزال وايي په پوځ کې داسې جنګیالي هم شته چې هغه مهال د داعش له ویرې له موصله تښتېدلي وو.

د موصل د زاړه ښار ډېرې برخې ویجاړې شوي او ۸۹۷۰۰۰ خلک ترې تښتېدلي دي. دغلته په روان جنګ کې زرګونه ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

عراقي چارواکي او د بشري حقونو ځینې ډلې وايي چې د داعش جګړه مارانو له خلکو سپر جوړ کړی او په اسانۍ سره یې له سیمې تښتېدلو ته نه پرېږدي.

راپورونه وايي چې په موصل کې په جنګ کې ایسار خلک خوراکي مواد، روغتیایي خدمتونه او د ژوند نورې اسانتیاوې هم تر ډېره نلري.

ویل کیږي چې له موصل څخه د داعش جګړه مارانو شړل به د غې ډلې ته یو داسې ګوزار وي چې شاید په اسانۍ سره بیا ځانونه تنظیم نشي کړی.

اخوا په سوریه کې هم د امریکا له ملاتړ څخه برخمن جنګیالي په راقه کې د داعش د مرکز پر لوري پرمختګ کوي، خو داسې ښکاري چې له راقه څخه د داعش جګړه مارانو شړل شاید میاشتې ونیسي.

XS
SM
MD
LG