د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ٢٩ تنه داعشیان نیولي دي


ترکي امنیتي مقاماتو د هیواد په گوټ گوټ کې د ترهگرۍ ضد عملیات پیل کړي
ترکي امنیتي مقاماتو د هیواد په گوټ گوټ کې د ترهگرۍ ضد عملیات پیل کړي

د ترکیې پولیسو په استانبول کې د جمعې په ورځ د اسلامي دولت د ډلې د غړیتوب په تور ٢٩ تنه نیولي دي.

د ترکیې دولتي اژانس ویلي چې ددغو ٢٩ تنو له ډلې نه ٢٢ تنه یې بهرنیان دي، خو په رپوټ کې دا نه دي ذکر شوي چې دغه کسان د کومو هیوادونو اتباع دي. د نیول شویو کسانو له ډلې نه اوه تنه ترکان دي.

دغه تورن کسان د پولیسو د چټکو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. پولیسو د استانبول ښار په شلو مختلفو ځایونو باندې ناڅاپي برید کړی و.

د ترکیې دولتي اژانس انادولو دا هم وایي چې پولیس په دې باور دي چې دغو تورنو کسانو په سوریه کې د داعش په لیکو کې جگړه کړې ده او اوس یې پلان درلود چې بیا جگړه ځپلي هیواد سوریې ته لاړ شي.

ترکیه د یو لړ مرگنو بریدونو سره مخامخ ده چې د داعش او یا هم د کردي ملیشه ډلې له خوا شوي دي. ترکي امنیتي مقاماتو د هیواد په گوټ گوټ کې د ترهگرۍ ضد عملیات پیل کړي دي.

د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ٧٥٠ تنه د پولیسو د چټکو او ناڅاپي عملیاتو په ترڅ کې د داعش سره د ارتباط په تور نیول شوي دي.

داعش د نوي کال په شپه د استانبول په یو کلوب کې پر خلکو باندې د هغو ډزو مسولیت منلی دی چې په کې ٣٩ کسان وژل شوي وو.

ترکیه د هغه نړیوال ایتلاف غړې ده چې د داعش پرضد په سوریه او عراق کې په جگړه بوخت دی.

XS
SM
MD
LG