د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د بغدادي وژل کېدل د افغانستان د امنیت لپاره مهم دي


ټرمپ تېره ورځ د نوموړي د مرګ خبر تائید کړ
ټرمپ تېره ورځ د نوموړي د مرګ خبر تائید کړ

د افغانستان جمهوري ریاست د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي وژل کېدل د دغه ډلې لپاره یوه لویه ضربه بولي.

ابوبکر البغدادي وړمه شپه (شنبه ۲۶) مه د سوریې په ادلب ولایت کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ووژل شو.

ارګ پرون ناوخته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لخوا د بغدادي د وژنې تر اعلان وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د نوموړي وژنه به په افغانستان کې د تروریستي بریدونو له کموالي او امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي:"د داعش د رهبر ابوبکر بغدادي وژل، نه یواځې د تروریستي بریدونو د کموالي او د افغانستان د امنیت د تامین لپاره مهم دي، بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات هم مثبت اغېز لري."

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي، چې له تروریزم څخه د خلاصون یوازینۍ لار «دغه راز د چټکو او په موقع عملیاتو تر سره کول دي»

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم نن دوشنبه د اکتوبر پر ۲۹مه د «لړم۶مه» د وزیرانو شورا په غونډه کې د بغدادي د له منځه وړلو په اړه د هر کلی په څرګندولو سره وویل، چې دغه ډلې په عراق، سوریې او افغانستان کې د زرګونو بې ګناه انسانانو ژوند اخیستی دی.

نوموړي په ننګرهار کې وروستۍ چاودنه د داعش ډلې کار وباله:"دوه اونۍ مخکې چې په هسکه مېنه کې کومه خونړۍ پېښه رامنځته شوه او بې ګناه لمونځ کې یې په شهادت ورسول، دا کار د داعش ډلې د جنایتونو څرګندونه کوي."

د هسکې مېنې په جودري جومات کې چاودنې چې ۷۰ تنه یې ووژل ۳۶ تنه یې ټپیان کړل مسؤلیت یې تر دامهاله کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.

دغه ډلې د ۲۰۱۵ په جنورۍ کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حافظ سعید خان په مشرۍ د افغانستان په ختیځ کونړ او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت پيل کړ، چې د وخت په تېریدو سره شمالي او ځینو نورو ولایتونو ته هم پراخ شول.

داعش ډلې په افغانستان کې هغه وخت د خلکو فکر ځان ته واړوه، چې په ننګرهار ولایت کې څو تنه ملکي افغانان په بمونو والوزول.

تر هغه وروسته افغان حکومت په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې د یادې ډلې پر ضد پراخ عملیات تر سره کړل.

تر دا مهاله په افغانستان کې د ناټو ایتلاف په هوايي بریدونو کې د سعد ارهابي او حافظ سعید خان په ګډون د دغه ډلې پنځه مشران او لسګونه غړي وژل شوي دي.

دغه وسله والو ډلې په ننګرهار، کونړ او شمالي ولایتونو کې له وسله والو طالبانو سره هم سخته نښتې کړي دي.

داعش وسله والې ډلې په کابل کې د واده پر صالون، پر جنبش روشنايي، د افغانستان پر مخابراتو وزارت، میوند ورزشي کلب، امام زمان جومات او ځینو نورو ولایتونو کې د ګڼو چاودنو او ځانمرګو بریدونو مسؤلیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG