د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت وايي کابل کې یې د داعش یو مهم مسؤل نیولی


ملي امنیت وايي یاد کس یې په کابل کې نیولی دی

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه مهم مسؤل د نیول کېدو خبر ورکړ.

له دغه ریاست څخه نن شنبه اپرېل ۱۰(وري ۲۱) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د غلام ناصر مشهور په الخراساني په نوم یاد کس مخکې د طالبانو غړی و او د دغې ډلې له مهمو کسانو څخه و.

د ملي امنیت عمومي ریاست زیاتوي چې نیول شوي کس په کابل ښار کې په لسګونو تروریستي بریدونو، قتل او اختطاف کې مهم رول لاره.

بیان زیاتوي چې د طالبانو او داعش ډلې یاد غړی تازه د ملي امنیت عمومي ریاست د عملیاتي مسوبینو د عملیاتو پرمهال د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې نیول شوی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي معاونیت هم ویلي چې دغه کس د یادو اعمالو له ترسره کېدو وروسته خپل ځان پټ کړی و چې وروسته د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د ملي امنیت عمومي ریاست په فاریاب ولایت کې هم د داعش ډلې د یوې ۱۸ کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی و.

تر دې دمه د داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG