د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو په کابل پوهنتون د برید یو بل طراح نیولی


د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې په کابل پوهنتون د برید یو بل طراح هم نیولی دی.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وایي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې پر مهال يې د داعش ډلې غړی حضرت علی مشهور په ابو سعید اعظم مشهور د دوو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی.

والي ویلي چې نیول شوی کس د کابل پر پوهنتون د ډله‌ییز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو او ان په عراق، سوریه او د بلجیم هیوادونو د داعش غړو سره اړیکې درلودې.

ننګرهار کې د صفر دوه ځانګړو ځواکونو لخوا هم په خپره شوې اعلامیه کې د یاد کس نیول کېدل تایید کړي.

له دې وړاندې د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح هم تیرکال د لړم په میاشت کې پر کابل پوهنتون د برید د طراح د نیول کېدو خبر ورکړی و.

ښاغلي صالح هغه مهال وویل چې نیول شوی کس عادل نومیږي چې د شرعیاتو پوهنځی یې درې کاله لوستی دی او د ثناوالله په نوم کس لخوا حقاني شبکې ته جذب شوی و.

له هغې وروسته د افغانستان سترې محکمې پر کابل پوهنتون د برید طراح محمدعادل په اعدام د محکومېدو خبر ورکړ او وې ویل چې نوموړی د تروریستي برید د طرحې او پلانولو په تور او د تروریستي فعالیتونو او اختطاف په تور په اعدام محکوم شوی دی.

د افغانستان د سترې محکمې د معلوماتو په اساس په دې قضیه کې درې تنو نورو تورنو کسانو ته بیا د تنفیذي بند سزا اورول شوې او یو بل تن د الزامي دلایلو د نشتوالی په صورت کې بري الذمه بلل شوی دی.

د افغانستان د سترې محکمې د معلوماتو په اساس د عبدالله په نوم کس د داعش ډلې د غړیتوب، ماین ایښودلو او ماین انتقالولو په تور په ۲۵ کاله تنفذي بند او عبدالکبار او خدابخش په نوم کسان هم د داعش ډلې د غړیتوب، ملي خیانت او اختطاف په تور په ۱۲ ـ ۱۲ کاله تنفذي بند محکوم شوي دي.

پر کابل پوهنتون برید د تیرې لړم میاشتې پر ۱۳مه نېټه تر سره شو چې د چارواکو په وینا ۲۲ تنه پکې ووژل شول او څه باندې ۲۲ تنه نور ټپیان شول.

دغه برید چې په پراخه کچه وغندل شو مسؤلیت یې داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر کابل پوهنتون تر برید وروسته وویل چې د یاد برید غچ به اخلي.

XS
SM
MD
LG