د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: فاریاب کې د داعش ۱۸ کسیزه ډله نیول شوې


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د فاریاب په ولایت کې د داعش ډلې د یوې ۱۸ کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړ.

د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې نیول شویو کسانو د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤلیت په غاړه لره.

په اعلامیه کې ویلي چې په نیول شوو کسانو کې د عبدالحق، حسیب الله، سید عبدالعزیز، عبدالبصیر، سخي محمد، بشیر احمد په نومونو کسان هم شامل دي.

نن جمعه مارچ ۱۹(کب ۲۹) د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي: "دغه هستې جهاد ته د جلب او جذب مسؤلیت په غاړه لاره، داعش ډلې ته د افرادو د جلبولو لپاره یې د افغانستان نورو ولایتونو ته یې د تبلیغ لپاره کسان لېږل."

د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې د داعش ډلې نیول شویو کسانو په فاریاب ولایت کې د نورو ورانکارو فعالیتونو ترڅنګ د دولتي مامورینو په ترور کې هم لاس درلود.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست خلکو ته ډاډ ورکړی چې هیڅ یوې تروریستي ډلې ته به د فعالیت اجازه ورنه کړي.

فاریاب د افغانستان په شمال کې له نا امن ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې د چارواکو په وینا په ځینو برخو کې د طالبانو ترڅنګ د داعش ډلې وسله وال هم فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG