د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت وايي کابل کې یې د حقاني شبکې او داعش یوه ډله نیولې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د داعش ډلې او حقانې شبکې د یوه پنځه کسیز ګروپ د نیول کېدو خبر ورکړ.

یاد ریاست نن یکشنبه فبروري ۲۱( کب دریمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه ګډې ډلې په کابل ښار کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر راسمو او د بګرام او حامد کرزي پر نړیوال هوايي ډګر د راکټونو توغولو کې لاس درلود.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست همدارنګه زیاته کړې چې یاد کسان د کابل ښار د اوولسمې ناحیې په مربوطاتو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست د معلوماتو په اساس د حقانې شبکې او داعش ډلې دغه ګډ ګروپ د راکټونو د ساتلو، انتقال او فعالولو مسؤلیت هم لاره.

په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي د تروریستي ډلو ښاري ډلې یې پيژندلې او په نژدې وخت کې به دغه ډلې ونیسي او یا تر تر هدف لاندې به ونیول شي."

پر همدې مهال د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح چې د کابل د امنیت ټینګولو مسؤلیت په غاړه لري ویلي زیاتې وسله والې او تروریستي ډلې چې په هدفي بریدونو کې لاس لري د بم ایښودنې زده کړې په پاکستان کې کړي وي.

نن یکشنبه د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت پر فېسبوک پاڼه د امرالله صالح له قوله ویل شوي: "د چاودېدونکو توکو اخيستونکي او یا هم توليدوونکي، هغه کسان دي چې د بم اېښودنې زده کړې يې په پاکستان کې او يا هم له هغو کسانو څخه کړې دي چې په پاکستان کې يې زده کړې ترسره کړې دي."

هغه ویلي کومې وسله والې ډلې چې په کابل ښار او ولایتونو کې په هدفي بریدونو کې لاس لري د نیولو هڅې پيل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د ملي امنیت عمومي ریاست د نننۍ اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي. په کابل کې د پاکستان سفارت هم د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د نننیو څرګندونو په اړه تبصره نه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په کابل کې د چسپکي ماینونو په چاودنو کې پنځه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول، تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG