د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د داعش هغه مشکوک غړی نیولی چې امریکايي الوتکه یې وېشتله


چارواکي وايي نیول شوی کس د روسیې دی
چارواکي وايي نیول شوی کس د روسیې دی

د ترکيې چارواکي وايي د داعش هغه مشکوک غړی یې نیولی دی چې غوښتل یې د امریکا یوه الوتکه نسکوره کړي.

چارواکي وايي نیول شوی کس د روسیې دی. رویټرز وایي په دغه کس شک دی چې پلان یې جوړ کړی و چې یوه بې پیلوټه الوتکه والوزوي او د انسرلیک په هوايی اډه کې پرې د امریکا یوه الوتکه نسکوره کړي.

د ترکیې چارواکي وايي دغه کس رینات باکیف نومیږي او د پولیسو پټو کیمرو د ترکیې په عدانا ښار کې د پوځي اډې په اړه د هغه پټ تحقیقات او ثبت کړي دي.

د ډوګان خبري اژانس وايي دغه کس چارواکو ته ویلي چې د داعش غړی دی او پلان یې دا و چې پر امریکايي الوتکې او امریکایانو بریدونه وکړي.

د ترکیې چارواکو په نیول شوي کس دا تور هم لګولی دی چې په عدانا کې یې د یو مذهبي مشر علیویز په اړه هم پلټنې کولې. وايي د داعش دغه مشکوک کس مذهبي مشر الیویزد خدای دښمن ګڼي او پر ولسمشر اردوغان هم نیوکې کوي.

ترکیه د داعش ضد ایتلاف کې د امریکا ملګرې ده او امریکايي الوتکې پر داعش د بمباریو لپاره د انسرلیک هوايی اډه کاروي.

د ترکیې پولیسو په وروستیو کلونو کې د داعش شاوخوا ۵۰۰۰ مشکوک جګړه ماران نیولي دي او ۳۲۹۰ تنه یې شړلي دي. چارواکي وايي نیول شوي کسان د ۹۰ بېلابېلو هېوادونو وګړي دي.

پر دې سربېره د ترکیې حکومت په دې وروستیو کلونو کې ۳۸۲۶۹ بهرنیانو ته یا د ترکیې ویزې نه دې ورکړې او یا یې د ترکیې خاورې ته نه دي پرېښي.

XS
SM
MD
LG