د لاس رسي وړ اتصالات

مشعل: کابل او اسلام اباد د بندیانو پر تبادلې موافقه کړې


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ویلي،افغان او پاکستاني چارواکو موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو د بندیانو د تبادلې پر میکانیزم کار وکړي.

شکرالله عاطف مشعل ویلي، دغه خبرې د هغو زندیانیانو په اړه شوي چې د بند موده یې پوره شوې وي او یایې د خوشي کولو ضمانتونه شوي وي، خو د ځینو لاملونو له امله تر دامهاله نه دي‌ خوشي شوي.

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د«مرغومې پر۲۶مه» ویلي چې ښاغلي مشعل دغه څرګندونې پرون سې شنبه په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړي دي.

د راپور له‌مخې نوموړي دغه غونډې ته ویلي چې د افغان او پاکستاني‌ زندانیانو د تبادلې په اړه خبرې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د وروستي سفر پرمهال شوي‌ دي.

د افغانستان یو زندان کې بندیان
د افغانستان یو زندان کې بندیان

ښاغلي‌ مشعل ویلي چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت لس کسیز ټېم به په پاکستان کې له افغان زندانیانو څخه لیدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان حکومت به هم پاکستاني چارواکو ته زمینه برابره کړي چې په دغه هېواد کې له خپلو هغو زندانیانو څخه لیدنه وکړي چې د نا څرګندو لاملونو له‌مخې تر دامهاله نه دي خوشي شوي.

ښاغلي مشعل تېره اونۍ هم د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره پر افغان سولې خبرې کړې وي.

که څه هم تر دا مهاله معلومه نه ده چې دا مهال د دواړو هېوادونو په زنداونو کې څومره افغان او پاکستاني بندیان شتون لري، خو په ۱۳۹۴ کال کې اکسپرس ورځپاڼې ویلي و چې د افغانستان په زندانونو کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې پاکستاني زندانیان حضور لري.

د پاکستان یو زندان کې بندیان
د پاکستان یو زندان کې بندیان

​په ۱۳۹۴ کال کې هم پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پرمهال د بندیانو د تبادلې موضوع راپورته شوې چې د افغان چارواکو د معلوماتو له‌مخې هغه مهال د داړو هېوادونو د اړیکو د خرابولې له امله پرمختګ ونه شو.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغان سولې بهیر کې د ښه نیت ښودلو په هدف یو شمېر افغان طالب زندانیان له خپلو زندانونو خوشي کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG