د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د خپل مشر مړینه تائید کړه


د اسلامي دولت ډلې (داعش) د پنجشنبې په ورځ اګست دریمه (زمري ۱۲) د خپل مشر ابوالحسین الحسیني القریشي مړینه تائید کړه او ویې ویل چې القریشي د سوریې په شمال لویدیځ کې په نښتو کې وژل شوی دی.

د اسلامي دولت ډلې یو ویاند د ټیلیګرام په اپلیکیشن په یو ثبت شوي پیغام کې تائید کړې چې القریشي په ادلب ښار کې د حیات تحریر الشام له جهادي ډلې سره په نښته کې وژل شوی، خو د هغه د وژل کېدو دقیق وخت یې نه دی په ډاګه کړی.

د داعش دغه ویاند ویلي چې ابو حفص الهاشمي القریشي ددغې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

ابوالحسین الحسیني القریشي د داعش ډلې څلورم مشر دی چې په ۲۰۱۴ کال کې د دغې ډلې د خپل اعلان کړي خلافت د رامنځته کېدو راهیسې وژل کېږي.

تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روان کال د اپرېل په ۳۰مه (غوایي ۱۰) وویل چې ترکي ځواکونو په سوریه کې د عملیاتو په ترڅ کې ابوالحسین القریشي وژلی دی.

د تېر کال په نومبر میاشت کې داعش د دغې ډلې د پخواني مشر ابو حسن الهاشمي القریشي وژل کېدل تائید کړل او د هغه پر ځای یې د ابو الحسین الحسیني القریشي د ټاکل کېدو خبر ورکړ.

له ابوالحسن القریشي مخکې ابو ابراهیم القریشي د داعش مشر و، چې د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې په ادلب کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د داعش لومړی مشر ابوبکر البغدادي هم د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې د سوریې په ادلب کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.

د داعش د سخت دریځې سني ډلې له خوا اعلان شوی خلافت، چې د خپل وحشت، د سرونو پرې کولو او ډله ییزو وژنو په خاطر مشهور و، په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په عملیاتو کې نسکور شو.

خو ددې سره سره، د دې ډلې پټې حجرې او فعالین چې په عراق او سوریه کې خواره واره شوي، کله نا کله په دواړو هیوادونو کې بریدونه ترسره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG