د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په غزې هوایي بمباري کړې


تر اوسه د اسرائیل په هوایي برید کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي.ة
تر اوسه د اسرائیل په هوایي برید کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي.ة

د اسرائیل پوځ وایي وروسته تر هغه یې په غزې کې د حماس په نظامي مرکز او د راکټ توغولو یوه سیمه هوایي بمبار کړه چې د غزې نه اسرائیل لورې ته اور بلوونکي بالونونه واستول شوې.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا بالونونه د اسرائیل په جنوب کې د اور بلیدو سبب شوی. د اسرائیل د اور وژنې د ادارې مسؤلین وایي چې د بالونونو له کبله د جمعې په ورځ په څلورو ځایونو کې اورونه بل شوي وو.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي خو د اسرائیل د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په غزې کې د راکټ وارولو سیمه د ملکي خلکو د کورونو سره نږدې ده.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې نه معلومیږي چې "حماس فلسطینینان په خطر کې اچوي. "

د حماس او اسرائیل تر منځ د مۍ د میاشتې د ۲۱ مې نیټې اوربند راهیسې د دواړو تر منځ څو نورې پیښې هم شوي چې د اور بلوونکو بالونونو استول هم پکې شاملې دي.

د اسرئيل او حماس تر منځ په جګړې کې ۲۶۰ فلسطینیان ووژل شول چې د غزې د چارواکو په وینا یو څو تنه یې وسله وال هم وو.

خو په اسرائیل کې بیا پولیس او پوځ ویلي چې د حماس د راکټونو په بریدونو کې یوازې ۱۳ کسان وژل شويچې یو یې د اسرائیل عسکر و.

د غزې نه په اسرائیل اور بلوونکي بالونونه پداسې وخت کې لیږل کیږي چې یوه ورځ وړاندې په لبنان کې د حزب الله وسله والې شعیه ډلې په اسرائیل توغندي وار کړل او د اسرائیل هوایي ځواکونو په ځواب کې په لبنان هوایي بریدونه وکړل.

حزب الله چې ایران یې تر شا ولاړ دی،د حماس ملګرې ډله .

XS
SM
MD
LG