د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت پر غزې د اسرائیلو بریدونه وغندل


پر غزې د اسرائیلو بریدونه
پر غزې د اسرائیلو بریدونه

د افغانستان حکومت پر غزې د اسرائیلي ځواکونو وروستي بریدونه غندلي او د ورته بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب په فلسطین کې پر ملکي وګړو او لمونځ کوونکو برید له تاوتریخوالي ډک او د نه منلو وړ وباله.

ښاغلي تهذیب نن یکشنبه مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې ورته بریدونه د سیمې او نړۍ ثبات ته ګواښ پېښوي.

هغه زیاته کړه: "د فلسطین له غمځپلي ملت سره د افغانستان د خلکو خواخوږي څرګندوم، د یو خپلواک دولت په توګه د هغه هیواد د خلکو له غوښتنې څخه ملاتړ کوو او ژر تر ژره ددغه تاوتریخوالي بندېدو غوښتنه کوو."

تیره ورځ هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل فلسطیني سیال سره د دغه بریدونو په اړه ټلیفوني خبرې کړي وې.

د فلسطیني لمونځ کوونکو او اسرائیلي سرتیرو ترمنځ نښتې تیره اونۍ په الاقصی جومات کې پيل شوې چې هغه کې څه باندې ۳۰۰ فلسطینیان ټپیان شول.

تر هغه وروسته حماس ډلې پر اسرائیلو توغندیز بریدونه وکړل او اسرائیلو د حماس تر کنټرول لاندې سیمو کې هوايي بریدونه وکړل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم تمه ښودلې چې دغه رامنځته شوې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسیږي. بریتانیا هم له حماس او اسرائیلو څخه غوښتي چې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. ترکیې هم له اسلامي هیوادونو څخه غوښتي چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې متحد شي.

اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال کې تر شپږ ورځینۍ جګړې وروسته بیت القدس اشغال کړ او تر هغه وروسته یې د اسرائیلو له خاورې سره ونښلوی، خو د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونه د اسرائیل د دغه چلند سره مخالف دي.

نن په غزه کې د اسرائیلو د نوو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG