د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل بمباریو ۲۶ فلسطینان او د حماس بریدونو دوه اسرائیليان وژلي 


ملګرو ملتونو په دواړو غاړو غږ کړی چې خشونت بند کړي
ملګرو ملتونو په دواړو غاړو غږ کړی چې خشونت بند کړي

د غزې په تړانګه کې فلسطیني چارواکي وايي د اسرائیل هوايي ‌بریدونو کې ۲۶ فلسطینیان وژل شوي.‌ همدغه راز د حماس په راکټي بریدونو کې دوه اسرائیلي وژل شوي دي.

دا جګړه د اقصی په جومات کې د فلسطیني لمونځ کوونکو او اسرائیل امنیتي سرتېرو ترمنځ له شخړې وروسته پيل شوه. حماس تېره ورځ اسرائيل ته خبرداری ورکړی و چې د اقصی جومات له شاوخوا دې خپل امنیتي‌ سرتېري‌ وباسي،‌ هلته فلسطینیانو مظاهرې پیل کړې وې.

په سیمه کې د روغتیا چارواکي وايي‌ چې په وژل شویو فلسطینیانو کې یې نهه ماشومان دي او ۱۲۵ نور کسان ژوبل شوي هم دي.‌

حماس د اسرائیل د «عسقلان» په ښارګوټي باندې د راکټونو بریدونه کړي.‌ دغلته روغتیايي‌ چارواکي وايي چې په روغتونونو کې ۷۰ زخمیان تر درملنې لاندې دي.

د حماس ډلې د «قاسم» څانګې ویلي چې‌ د «عسقلان» او «اشدود/اسدود» په ښارونو باندې یې په پنځو دقیقو کې ۱۳۷ راکټونه توغولي دي.

د دوشنبې له ورځې راهېسې د حماس ډلې پر اسرائیل ۳۰۰ توغندي وار کړي دي.‌ د اسرائیل د دفاع وزارت ویاند جانتن کانریکوس وویل چې د هغوی دفاعي سیستم د توغول شویو راکټونو ۹۰ سلنه خنثی کړي دي.‌

ښاغلي کانریکس زیاته کړه چې په ځوابي برید کې د اسرائیلو جټ او څرخي الوتکو د اورپکو په اهدافو ۱۳۰هوايي بریدونه کړي‌ دي.

اسرائيل وايي په دغو بریدونو کې یې د حماس ۱۵ قوماندانان وژلي خو حماس یوازې د خپلو دوو مشرانو وژل کېدل تائید کړي دي.‌

نوموړي وویل چې په غزې باندې د دوی په بریدونو کې ولسي خلکو ته زیان رسېدلی نه دی او که رسیدلی وي د هغه خبره دا به د حماس ډلې د راکټي بریدونو د چاودنې له کبله به وي.

د اسرائیل د دفاع وزیر ۵۰۰۰ ځواکونو ته د تیارسی امر کړی چې که اړتیا پیدا شوه لاس په کار شي.

نړیوال غبرګونونه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو،‌ بیت المقدس او اسرائيل کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو خواشیني دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د ارامتیا غږ کړی دی.

د عالي کمېشنرۍ ویاند روپېرټ کولویل په ژینوا کې خبریالانو ته وویل: « موږ ټول تاوتریخوالي، تاوتریخوالي پاروونکي اقدامات، نژادي وېش او خوځښتونه غندوو.» هغه د اسرائیل له امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې « د بیان د ازادۍ، د غونډو او راټولېدو» حقونو ته اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرینو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: « ټول اړخونه باید تاوتریخوالی کم کړي او د وضعیت ارامولو لپاره دې عملي اقدامات وکړی.» نوموړي د حماس ډلې راکټي بریدونه وغندل او د سملاسې بندولو غوښتنه یې وکړه.

په مصر او قطر کې دپلوماتیکو سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دا هېوادونه د تاوتریخوالي د کمولو هڅه کوي. مصر او قطر په تېر وخت کې د اسرائیل او حماس ترمنځ منځکړي وو.

د عرب لیګ سکرتر جنرال احمد ابوالغیث پر غزې د اسرائیل برید غندلی دی او هغه یې « توپیري او غیر مسولانه بریدونه او د ماشومانو د وینو په قیمت د یو ځواک بدرنګه ننداره بللې ده».

په بیت المقدس کې د اسرائيل او فلسطینیانو ترمنځ دا تازه شخړه له ۲۰۱۷ راپدېخوا بېسارې بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG