د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل ته 'ښه نیت' څرګندول؛ سعودي بار وړونکو الوتکو ته خپل هوايي حریم پرانیست 


د سعودي عربستان یو هوایي ډګر
د سعودي عربستان یو هوایي ډګر

د سعودي عربستان حکومت اسرائیل ته د «ښه نیت څرګندولو» په هدف په خپل هوايي حریم کې ټولو بار وړونکو الوتکو ته د پرواز اجازه ورکړه.

د سعودي عربستان هوايي ملکي چلند ادارې نن جمعه جولاۍ ۱۵ (چنګاښ ۲۴) ریاض ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن د سفر په درشل کې دا اعلان وکړ.

دغې ادارې په خپل رسمي ټویټر کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې «د ټولو بار وړونکو الوتکو لپاره، چې د دغې ادارې شرایط [اړتیاوې] پوره کوې، د سعودي د هوايي حریم د پرانیستلو پرېکړه» اعلانوي.

سعودي عربستان مخکې دغو پروازونو ته اجازه نه ورکوله. نړیوالې رسنۍ وايي چې په دې کې د اسرائیل پروازونه هم شامل دي. دغې پرېکړې ته «د یو نړیوال مرکز په توګه، چې درې لویې وچې سره نښلوي، د سعودي سلطنت د موقف غښتلي کولو د هڅو تکمیل» بلل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس وايي د امریکا د ملي‌ امنیت مشاور جیک سولیوان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «دا له تېرو څو میاشتو راهېسې له سعودي عربستان سره د ولسمشر [جو بایډن] د پرله پسې او اصولي دپلوماسۍ نتیجه ده چې ثمره یې د هغه په ننني سفر کې» لیدل کېږي.

ښاغلي سولیوان ویلي دي چې ولسمشر بایډن د سعودي د حکومت دا تاریخي پرېکړه ستایلې ده او ریاض ته به د خپل سفر په ترڅ کې په «دې اړه ډېر نور څه» ووايي.

اسرائیل ته د ښاغلي بایډن تر سفر مخکې واشنګټن د هغو وړاندوینو په اړه، چې ممکن ریاض د فلسطین-اسرائیل د ستونزې تر حل کېدو پورې د دوو اړخیزو رسمي اړیکو په اړه خپل دریځ بدل نکړي، اشاره کړې وه چې ډېر عرب هېوادونه به له اسرائیل سره د روابطو په اړه ګامونه واخلي.

سعودي عربستان په ۲۰۲۰ کې د امریکا په منځګړتوب د دپلوماتیکو اړیکو پر پیل د اسرائیل او متحدو عربو اماراتو، بحرین او مراکش ترمنځ د «ابراهیم تړون» د لاسلیک کولو په اړه کوم دریځ څرګند کړی نه و.

د فرانسې خبري اژانس وايي کارپوهان په دې نظر دي چې ممکن سمدستې لاس ته راوړنې زیاتې وي،‌ خو ریاض به له اسرائیل سره د رسمي اړیکو په اړه موافقه ونکړي.

ښاغلي بایډن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې له اسرائیل سره یو مهم تړون لاسلیک کړ چې ایران پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړي. د اسرائیل صدر اعظم له ښاغلي بایډن سره تر ملاقات وروسته وویل چې په هېڅ ډول به ایران اتومي وسله ونلري.

ولسمشر بایډن به نن جمعه له اسرائيل څخه مستقیم سعودي عربستان ته ځي او په دې کار سره به لومړی امریکايي ولسمشر وي چې له اسرائیل څخه داسې یو عرب هېواد ته سفر کوي چې اسرائیل په رسمیت نه پېژني.

په ۲۰۱۸ کې د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ هم سعودي عربستان ته سفر کړی و، خو هغه برعکس له ریاض څخه اسرائیل ته تللی و.

XS
SM
MD
LG