د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په سوریه کې"ایران پلوې ملېشې"وژلي 


د اسرائیل پوځ
د اسرائیل پوځ

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې اسرائیل په سوریه کې د ایراني ملېشو پوستې او ځایونه په میزایلو وېشتلي دي.

د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن وايي دا توغندي د لبنان له فضا توغول شوي او د سوریې د «حماة» ایالت د «مصیاف» په ولسوالۍ کې یې ایران پلوې ملېشې په نښه کړي‌ او شپږ کسان یې وژلي دي.

یو میزایل د حکومت په هغه تحقیقاتي مرکز هم لګېدلی دی چې له فضا څخه فضا ته توغول کېدونکي میزایل په کې رغول کېدل او ساتل کېدل.

باور کیږي چې په دغه مرکز کې ایراني محققان کار کوي. د اسرائیل پوځ وايي د بهرنیو رسنیو په راپورونو تبصره نکوي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې اسرائیل په تېرو کلونو کې څو ځلې دا تحقیقاتي‌ مرکز وېشتلی دی.

امریکا وايي چې په دغه مرکز کې د «سارین زهرجن ګاز» تولید کېده، خو د سوریې حکومت دا تور رد کړی او وايي چې په ۲۰۱۳کې یې د یو تړون په اساس د خپلو کیمیاوي موادو زیرمې ختمې کړې او نه یې لري.

د سوریې خبري اژانس «سنا» وايي چې د دفاع هوايي ځواکونو یې د «مصیاف» پر ولسوالۍ د اسرايل توغول شوي میزایل هدف ته تر رسېدو مخکې شنډ کړي دي.

د سوریې دولتي‌ تلویزون یوه ویدیو خپره کړې چې په کې د دغه هېواد هوايي‌ ځواکونه ښودل کیږي چې توغول شویو میزایلو ته ځواب وايي.

په ۲۰۱۱کې له داخلي جګړې راپدیخوا اسرائیل پر سوریې لسګونه بریدونه کړي او د حزب الله ډله، حکومتي ځواکونه او د ایران له ملاتړه برخمن وسله وال یې په نښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG