د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او لبنان په سرحد کې جګړه شوې 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په اسرئیل او لبنان کې رسنۍ وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ په سرحد کې د اسرائیلي سرتېرو او د حزب الله د ډلې د جنګیالیو ترمنځ نښته شوې ده.

د اسرائیل پوځ وايي د هغې وسله والې ډلې مخه یې نیولې ده چې غوښتل یې د اسرائیل خاورې ته داخل شي.

ځینو عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د شیبا په سرحدي سیمه کې یې د توغندیو ډزې اورېدلي دي.

په دغو نښتو کې د تلفاتو او زیانونو په اړه تراوسه څه ندي ويل شوي.

د اسرائیل پوځ په سیمه کې خلکو ته ویلي‌ دي چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تر جګړې لږه شېبه مخکې وویل چې له لبنان څخه پر اسرائیل د هر ډول برید مسولیت د حزب الله ډلې په غاړه دی.

تېرکال د اګست په میاشت کې د حزب الله ډلې دوه غړي په د سوریې په دمشق ښار کې ووژل شول. دې ډلې ویلي وو چې برید اسرائیل کړی و او دوي د خپلو وژل شویو ملګرو غچ واخلي.

په لبنان کې یوه چاروکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي‌ دي چې تېره اونۍ په سوریه کې د اسرائیل په یوه برید کې د حزب الله ډلې یو غړی ووژل شو.

ددغه چارواکي په وینا تازه نښته د هماغه برید په ځواب کې پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG