د لاس رسي وړ اتصالات

دوه اسرائیلیان د داعش سره د همکارۍ په تور محکوم شول


تصویر د دغې پېښې نه دی
تصویر د دغې پېښې نه دی

په اسرائیلو کې یوې محکمې دوه عرب اسرایلیان د داعش ډلې سره د مرستې او همکارۍ په تور محکوم کړي دي.

دغه کسان په دې هم تورن دي چې له انټرنټ نه یې ځینې لارښوونې چاپ کړې وې او ترهګریزو بریدونو ته یې ځانونه چمتو کول.

د اسرائیلو کورنۍ امنیتي څانګه شین بیټ وايي چې ۲۲ کلن امین یاسین چې په سلواکیا کې د طب زده کوونکی و او ورسره بل ۲۸ کلن علي ارموش د ۲۰۱۹ کال د جولاۍ په میاشت کې نیول شوي وو.

د پنجشنبې په ورځ (اګست۲۲) د اسرائیلو په ساحلي ښار "هیفه" کې یوې محکمې دغه دوه عرب-اسرائیلیان له داعش سره د اړیکو په تور محکوم کړل. د دوې د دغې محکمې په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي او نه هم دا ویل شوي چې دوی ته کومه سزا ورکړل شوه.

دغه دوه کسان د اسرائیلو په شمال کې د تمارا په ښار کې اوسېدل او د چارواکو په خبره د داعش ډلې مفکوره یې خپروله.

د فرانسې خبري اژانس د اسرائیلو د امنیتي څانګې له قوله لیکلي دي: "دغو مشکوکو کسانو په خپلو کمپیوټرونو کې د داعش ډلې مواد لرل، په موادو کې د وسلو برابرولو لارښوونې او داسې مشورې شته چې په ترهګریزو بریدونو کې ترې کار اخیستل کېدی شي."

راپورونه وايي چې څه باندې ۱۰ عرب-اسرائیلیان په سوریه او عراق کې د داعش په ګټه جنګیږي.

عرب اسرائیلیان په خټه هغه فلسطینیان دي چې په ۱۹۴۸م کې د اسرائیلو له جوړېدو وروسته یې خپلې سیمې پرېنښودلې. اسرائیل شاوخوا نهه میلیون نفوس لري چې د "اې ایف پي" وروستي راپور په اساس ۱۷.۵ سلنه یې عربان دي.

XS
SM
MD
LG