د ماهشهر په سترې پتروشیمې اقتصادي سیمې باندې تر برید دوه ورځې وروسته، د اسرائیل پوځ نن دوشنبه د اپریل په شپږمې نیټې د عسلویه په سیمې کې د ایران په پتروشیمي تاسیساتو بریدونه کړي.
د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې برید دوي کړی او د دفاع وزیر یې ویلي چې په "عسلویه کې د ایران تر ټولو سترې پتروشیمي مجتمع باندې قوي برید شوی".
د دفاع وزیر ، اسرائیل کاتز ټینګار کړی چې په عسلویه کې دا پتروشیمي مجتمع " یو مهم هدف و چې په وینا یې د ایران ۵۰ په سلو کې پتروشیمي مواد پکې تولیدیدل. ښاغلي کاتز ویلي چې د اسرائیل پوځ ته یې د ایران په ملي زیربناوو د بریدونو امر کړی.
دا امر داسې مهال خپور شوی چې د جیروسلم پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې ویل شوي چې متحده ایالات او اسرائیل په ایران کې د "ستراتیژیکو اهدافو" لست نهایي کوي او دا ټینګار شوی چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو دپاره لومړیتوب په انرژۍ او زیربناوو باندې بریدونه دي.
دا په تیرو دریو ورځو کې دویم ځل دی چې په ایران کې عین زیربناوې په نښه کیږي.
د اسرائیل پوځ د همدې تیرې چارشنبې په ورځ، اپریل څلورمه د ماهشهر په بندر کې د فجر ۱ او ۲، رجال، ابو علي او امیر کبیر په پتروشیمي مجتمع بریدونه وکړل. ایراني مطبوعاتو هم ویلي و چې د کارون، مارون او تخت جمشید په پتروشیمي مجتمعو هم بریدونه شویدي.
په عین حال کې ایراني مطبوعاتو د جنوبي پارس د ګازو په څاګانو د بریدونو خبرداری ورکړی او د برید ملامتي یې په امریکا او اسرائیل اچولې.
تر دې وړاندې د مارچ میاشتې په وروستیو کې په همدې سیمې باندې تر برید وروسته، ایران د عربو په خلیج کې د یو شمیر هیوادونو د ګازو او تیلو په زیربناوو بریدونه وکړل.
د ایلنا خبري اژانس بیا په یو راپور کې ویلي چې د فارس خلیج د مبین په شرکت باندې د عسلویه په سیمې کې برید شوی او ددې شرکت عامه اړیکو ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې برید کې چا ته د سر زیان ندی اوښتی.
په جنوبي پارس باندې تر برید یوه ورځ وړاندې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د هغه مهلت موده پای ته ورسیده چې ایران ته یې د هرمز تنګي بیرته پرانیستو او موافقې لپاره ورکړې وه.
د ملي صنایعو شرکت هم په یوې اعلامیې کې دې شرکت ته رسیدلي زیانونه تائید کړي او اعلان یې کړی چې د پارس انرژۍ ځانګړې اقتصادي سیمې کې په یو شمیر پتروشیمي تاسیساتو بریدونه شوي.
د انرژۍ په تاسیساتو دې بریدونو څخه څو ساعته وړاندې، د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قوماندانۍ ویاند ادعا وکړه چې په ملکي اهدافو د بریدونو په غبرګون کې به د ایران د عملیاتو راتلونکي پړاونه به "تعرضي او غچ اخیستونکي" او لا "پراخ او ځپونکي" وي.
تر دې وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې خبرداری ورکړی و چې که ایران د هرمز تنګی تر سه شنبې، اپریل اوومي بیرته ونه پرانیزي، په ایران کې پلونه او برښنا کوټونه به په نښه شي.
ټرمپ همدارنګه د یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز تلویزیون خبریال ته ویلي چې که تر ورکړل شوي مهلت پورې د ایران سره موافقه ونشوه، په ایران کې په پراخه توګه د زیربناوو له منځه وړلو او تیلو سرچینو باندې د کنټرول کولو لاره به غوره کړي.
فورم \ دبحث خونه