راپورونه ښيي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو په تګ راتګ کې ګډوډ حالت رامنځته شوی دی. دا پداسې حال کې ده چې ترکیې د خپلې یوې بېړۍ د تېرېدو خبر ورکړی او یوه هندي چارواکي ویلي چې د هند بیرغ لرونکې بېړۍ په هرمز تنګي کې سرګردانه دي.
د هند د حکومت یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۷مه)رویترز ته وویل چې د دغه هېواد ۱۶ بېړۍ په هرمز تنګي کې سرګردانه دي، او د نوي ډهلي حکومت هڅه کوي چې د پاتې بېړیو د خوندي تېرېدو زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ نه پوهېږو چې ایران د بېړیو د تېرېدو د اجازې لپاره پیسې اخلي که نه.»
په همدې حال کې، د ترکیې د ترانسپورت او زیربناوو وزیر اعلان وکړ چې د دغه هېواد اړوند «اوشن تندر» په نوم بېړۍ تېره شپه له هرمز تنګي تېره شوې ده.
د ترکیې دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، عبدالقادر اورالاوغلو وویل چې د ایران پر وړاندې د جګړې د پیل راهیسې د ترکیې درۍ بېړۍ چې په فارس خلیج کې د هرمز تنګي د تېرېدو په تمه وې، وتوانېدلې له خلیج څخه ووځي.
هغه زیاته کړه: «د هرمز په تنګي کې د ترکیې اړوند بېړیو شمېر شاوخوا ۱۲ ته رسېدلی، او د هغو بېړیو شمېر چې د وتلو غوښتنه لري، ۸ ته راکم شوی دی.»
خو د بېړیو په اړه د دوشنبې ورځې معلوماتو وښودله چې د مایع طبیعي ګازو دوه باروړونکې بېړۍ، چې د قطر د رأس لفان بندر څخه راخوځېدلې وې، وروسته له دې چې ختیځ لور ته د هرمز تنګي پر لور روانې شوې، بېرته خپل پخواني ځای ته ستنې شوې.
که چېرې دغه بېړۍ په بریالیتوب سره له تنګي تېرې شوې وای، نو دا به د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر وړاندې د جګړې (چې د کب په ۹مه پیل شوه) راهیسې د مایع طبیعي ګاز لومړنی تېرېدونکی بار وای.
د معلوماتو له مخې چې د کپلر شرکت او د لندن د بورس له خوا خپاره شوي، دغه بېړۍ چې «الدعاین» او «رشیده» نومېږي، خپل بارونه د فبرورۍ په وروستیو کې بار کړي دي. همدارنګه ښيي چې «الدعاین» بېړۍ دا مهال چین ته د خپل منزل اعلان کړی دی.
سربېره پر دې، د کپلر معلومات ښيي چې دواړه بېړۍ د قطر انرژي شرکت تر کنټرول لاندې دي، خو دې شرکت تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.
له دې وړاندې، د جاپان د مایع طبیعي ګاز یوه انتقالونکې بېړۍ چې «سهار» نومېده، له تنګي تېره شوې وه، خو دغه بېړۍ تشه وه.
قطر په نړۍ کې د مایع طبیعي ګاز دوهم لوی صادرونکی هېواد دی، او د دې هېواد ډېری بارونه ختیځې اسیا ته لېږدول کېږي.
فورم \ دبحث خونه