د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: د خبریالې شیرین د وژنې د قضیې تحقیقاتو کې امریکا سره همکاري نکوو


اسرائیل تائید کړه چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا په خټه فلسطینۍ امریکایۍ خبریالې د وژل کیدو په هکله تحقیقات کوي خو دا تحقیقات یې غندلي، "جدي غلطي" یې بللي او ژمنه یې کړې چې همکاري به پکې نکوي.

د اسرائیل د دفاع وزیر بیني ګاتز دوشنبه نومبر ۱۴ (لړم۲۳) په ټویټر کې په یوې اعلامیې کې ددې تحقیقاتو په هکله وویل چې اسرائیل متحده ایالاتو ته واضح کړې چې په هیڅ ډول بهرنیو تحقیقاتو کې به همکاري ونکړي.

ښاغلي ګاتز په اعلامیې کې لیکلي، "مونږ به د اسرائیل په کورنیو چارو کې لاس وهنې ته اجازه ورنکړو." د متحده ایالاتو د عدليې وزارت تر اوسه د اسرائیل د دفاع وزیر د څرګندونو په هکله څه ندي ويلي.

دا نده معلومه چې امریکا دا تحقیقات څه وخت پیل کړي او څومره پرمختګ پکې شوی خو دا کار ښایي د دواړو هیوادونو قوي ملګرتیا ولړزوي.

د امریکا متحده ایالاتو تر دې وړاندې ویلي و چې دې نتیجې ته رسیدلي چې د الجزیرې خبریاله شیرین ابو عاقله ښایي د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوې وي او د محاسبې غوښتنه یې کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې داسې هیڅ دلیل نشته اسرائیلي ځواکونو به دا کار په قصدي توګه کړی وي.

ابو عاقله چې په خټه فلسطینۍ امریکایۍ خبریاله وه او د الجزیرې تلویزیون لپاره یې کار کاوه چې په قبضه شوې لویدیځې غاړې کې یې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په هکله د راپور ورکولو په مهال په ډزو کې ووژل شوه.

فلسطیني عینی شاهدان او د میرمن عاقلې همکاران وایي چې دا خبریاله اسرائیلي سرتیرو وژلې او په سیمه کې هیڅ وسله وال نه و. د هغه په ځان باندې لګېدلې مرمۍ فلسطیني چارواکو متحده ایالاتو ته د پلټنو لپاره سپارلې وه.

د اسرائیل پوځ هم د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې وویل چې "لوړ احتمال" شته د اسرائیل د سرتیري په ډزو په خټه فلسطینۍ امریکایۍ خبریاله وژل شوې وي.

د پوځ یو جګپوړي چارواکي د تحقیقاتو په هکله خبریالانو ته وویل چې د اسرائیل سرتیري په خبریالې شیرین ابو عاقله د " وسله وال" ګمان کړی و او هغه یې په سهوې ویشتلې.

خو دې پوځي چارواکي د اسرائیل د ادعا لپاره چې آیا هلته وسله وال و که نه هیڅ ډول شواهد ندي ورکړي. سره لدې چې اسرائیل منلې سرتیري یې دا خبریاله سهواً ویشتلې خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې هیچا ته به سزا ورنکړل شي.

خبریالې ابو عاقلې د وژل کیدو په وخت خولۍ او ځانګړی واسکټ اغوستی و چې پرې لیکل شوي و (مطبوعات).

XS
SM
MD
LG