اسرائیلي چارواکو ملګرو ملتونو ته جمعه ډسمبر لومړۍ (لیندۍ۱۰) خبر ورکړی چې د فلسطیني سیمو لپاره ددې ادارې د بشري چارو همغږۍ کوونکې ویزه به تمدید نکړي چې د سیمې څخه د هغې د ایستلو معنی لري.
اسرائیل دا پریکړه داسې مهال کوي چې په غزې کې د حماس پر ضد جګړې له کبله یې د ملګرو ملتونو سره اړیکې خړې پړې شویدي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت هغې څانګي چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانانو چارې پر مخ وړي، د تیرې نومبر میاشتې په ۱۲مې نیټې په یو لیک کې لیکلي چې د اسرائیل حکومت د ملګرو ملتونو د چارواکې لین هیسټینګز کړنو څخه ناخوښ دی.
پدې لیک کې راغلي، "په خواشینۍ مو خبروو چې میرمن هیسټنګز د اسرائیلي چارواکو باور او ډاډ له لاسه ورکړی او نوره پدې موقف کې نده چې د اسرائیلي چارواکو سره خپلې چارې په موثره توګه پر مخ بوځي".
ټاکل شوې چې د میرمن هیسټنګیز ویزه د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۰ مې پای ته ورسیږي او د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ویزې موده به یې تمدید نکړي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا پریکړه یې ځکه کړې چې د ملګرو ملتونو دې چارواکې د حماس لخوا په اسرائیل د اکټوبر اوومې بریدونو په هکله غږ ندی پورته کړی.
په لیک کې راغلي، "دیته په کتو چې میرمن هیسټینګز په منظمه او غیر مسؤلانه توګه په اسرائیل مستقیم انتقادونه کړي خو دا چوپتیا یې حیرانوونکې او په ژوره توګه ستغ کار دی".
په اسرائیل د حماس برید څخه درې ورځې وروسته میرمن هیسټینګز په یوې اعلامیې کې وویل چې فلسطینۍ وسله والې ډلې د اکټوبر په اوومې اسرائیل ته ننوتي، سلګونه عام خلک او د اسرائیل امنیتي ځواکونه یې وژلي او نیولي دي او هم یې په اسرائیل د توغندیو بریدونه کړي.
د میرمن هیسټینګیز په اعلامیې کې په سمدستي توګه او له کوم شرط او قید پرته د ملکیانو خوشې کیدو او انساني رویې غوښتنه شوې وه.
د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدارنګه په پرله پسې توګه په غزې کې خلکو ته د مرستندویه موادو استولو غوښتنه کړې.
اسرائیل د اکټوبر ۷ څخه تر ۲۱ مې نیټې پورې د غزې هغو سیمو ته چې د حماس کنټرول لاندې وي، هیڅ ډول بشري مرستو ورتګ ته اجازه نه ورکوله خو کله یې چې د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو په منځګړتوب دې مرستو ته اجازه ورکړه، دومره محدودې وې چې د خلکو اړتیا پرې نه پوره کیده.
مېرمن هیسټنګیز د اسرائیل څخه دا هم غوښتي و چې د غزې شمال څخه د خلکو وتلو په هکله پریکړه بدله کړي چې له مخې یې باید څه باندې یو ملیون عام خلک د غزې جنوب ته تللي وی.
اسرائیل داسې مهال د میرمن هیسټینګز ویزې نه تمدیدولو پریکړه کوي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې عمومي منشي په میرمن هیسټینګز بشپړ ډاډ او باور لري.
د ملګرو ملتونو ویاند همدرانګه وویل چې په ټولنیزو شبکو او نورو ځایونو کې په میرمن هیسټینګز بریدونه هم شوي.
فورم \ دبحث خونه