د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائيل-حماس جګړه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ ده- راپور


د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړې کې تر دې دمه ۶۸ خبریالان وژل شوي
د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړې کې تر دې دمه ۶۸ خبریالان وژل شوي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ۳۰) وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په روانې جګړې کې د وژل شویو خبریالانو شمېر یو لوړ «ریکارډ» دی.

د دغې کمېټې د راپور په اساس، د اکتوبر په اوومه نېټه د جګړې له پيل راهېسې تر دې دمه ۶۸ خبریالان وژل شوي دي. د جګړې په لومړیو ۱۰ اوونیو کې دومره ډېر خبریالان وژل شوي چې په کوم بل هېواد کې په یو کال کې په جګړې کې نه دي وژل شوي.

د رسنیو د ملاتړ دغه اداره په نیویارک ده او له ۱۹۹۲ کال څخه راپدیخوا د وژل شویو خبریالانو شمېر ثبتوي. د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د دغې کمېټې د پروګرامونو تنظیم کوونکي‌ شریف منصور په یوې اعلامیې کې ویلي: «موږ چې تر دې دمه لیدلي، د اسرائیل-غزې جګړه د خبریالانو لپاره تر ټولو بد وضعیت دی او د (وژل شویو) شمېره دا څرګندوي.»

منصور په اعلامیې کې همدغه راز ویلي دي: «د اسرائيل پوځ په ۱۰ اوونیو کې دومره ژورنالستان وژلي دي چې کوم بل هېواد یا شخص په یو کال کې نه دي وژلي. د هر خبریال په وژل کېدو سره، سخته شوې چې جګړه مستنده او درک شي.»

په ۶۸ خبریالانو کې ۶۱ فلسطینیان، څلور یې اسرائیلیان او درې نور یې د لبنان دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشرې جودي ګنسبرګ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د اسرائيل-غزه په جګړې کې د خبریالانو تمرکز د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په تاریخ کې بېساری دی او دا څرګندوي چې د خبریالانو لپاره وضعیت هلته څومره دردوونکی دی. د فلسطین سیمه ایز خبریالان لا هم له غزې څخه راپورونه ورکوي او په ډار کې ژوند کوي.»

د دغو خبریالانو نیمایي یې (۳۷ تنه یې) د جګړې په لومړۍ میاشتې کې وژل شوي، چې د دغې کمېټې د مسئولینو په وینا دا له ۱۹۹۲ کال راپدیخوا د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونې میاشت وه.

د اسرائيل پوځ مخکې ویلي وو چې «هېڅکله هم او هېڅکله به هم قصدآ» په خبریالانو برید ونکړي. دوی همدغه راز د رویټرز او فرانس پرس اژانسونو ته ویلي چې په غزې کې یې د خبریالانو د خوندیتوب ضمانت نشي کولای.

شریف منصور مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې په نړۍ کې میلیونونه انسانان غواړي چې په غزې کې د «زړه ماتوونکي» روان وضعیت په اړه خبر شي او د مستقلو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره یې ټوله تکیه په خبریالانو ده او له دې پرته «موږ د غلطو او ناسمو معلوماتو له څپې سره مخامخ کېږو چې د جګړې په اور تیل» پاشي.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت د دغې مسئلې په اړه تر دې دمه د امریکا غږ ایمیل ته ځواب نه دی ویلی.

تر دې مخکې په عراق کې په یو کال کې (۲۰۰۶) ۵۶ خبریالان وژل شوي وو، چې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د معلوماتو په اساس، ۴۸ یې د خپل کار له کبله په نښه شوي او وژل شوي وو.

دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ د اسرائيل حکومت ته یو لړ وړاندیزونه کړي،‌ چې یو په کې محاصره شوې غزې تړانګې ته د نړیوالو رسنیو پرېښودل دي.

په بیت المقدس کې د دوشنبې په ورځ د «بهرنیو رسنیو سازمان» د اسرائيل سترې محکمې ته عریضه کړې چې غزې ته د تګ لپاره بهرنیو رسنیو ته اجازه ورکړل شي.

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي: «په دموکراتیکو ټولنو کې د بیان ازادي یو اساسي مدني حق دی. موږ فکر کوو چې د ۱۰ اونیو سخت محدودیت څخه وروسته، دا عامه ګټه هم ده چې خلک په غزې کې دننه له روان وضعیت څخه خبر شي.»

د دوی په اعلامیې کې ویل شوي دي چې اسرائيل له خپل پوځ سره ځینې خبریالان پرېږدي، خو په دې هغو سیمو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې سرتېري په کې نشته. دغه سامان وايي چې د ۱۳۰ رسنیو د ۳۷۰ خبریالانو استازیتوب کوي.

د اکتوبر په اوومې حماس په اسرايل باندې بریدونه وکړل، اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او حماس له ځان سره ۲۴۰ نور یرغمل کړل، چې یو شمېر بیا تبادل شول.

په غزې کې د روغتیا مسئولین وایي د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا ۲۰زره تنه وژل شوي چې اکثریت یې ښځې اوماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG