اسرائیل د سهشنبې په ورځ (مارچ درېیمه) د لبنان سوېلي سیمو باندې ځمکنی برید پیل کړ او په بیروت کې یې د حزبالله په بنسټونو نوې هوايي حملې وکړې، دا په داسې حال کې ده چې د لبنان حکومت د ایران له ملاتړ څخه برخمنې دې ډلې د پوځي فعالیتونو بندول اعلان کړل.
د اسرائیل د دفاعي ځواکونو په خپل اېکس حساب کې په یوه بیان کې لیکلي چې ځواکونه یې"د لبنان په جنوب کې عملیات کوي" او "د پرمختللي دفاعي حالت د یوې برخې په توګه سرحدي سیمې ته نږدې په څو نقطو کې ځای پر ځای شوي دي" او "د حزب الله د ترهګریزې زیربنا په ضد هدفي بریدونه" کوي.
د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کتز وویل چې هغه او صدراعظم بنیامین نتنیاهو پوځ ته اجازه ورکړې چې "مخ په وړاندې ولاړ شي او په لبنان کې د نورو سیمو کنټرول په لاس کې واخلي"، چې د پولې پورې غاړې بریدونه ودروي او د اسرائیل شمالي سیمې خوندي کړي.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا د دوشنبې په ورځ د اسرائیل د بریدونو له امله لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي او ۱۵۴ نور ټپیان کړي.
حزبالله د سهشنبې په ورځ بېپیلوټه الوتکې د اسرائیل په شمال کې د رامات ډیوید هوايي اډې پر لور وتوغولې، سره له دې چې د لبنان کابینې د دې ډلې پر پوځي فعالیتونو بندیز لګولی او له دې ډلې یې غوښتي چې خپلې وسلې دولت ته وسپاري.
د لبنان صدراعظم نواف سلام د دوشنبې په ورځ د کابینې په یوه اعلامیه کې امر وکړ چې "د حزبالله ټول امنیتي او پوځي فعالیتونه، چې له قانون څخه بهر دي، سمدستي منع شي"، او له دې ډلې یې وغوښتل چې "خپلې وسلې د لبنان دولت ته وسپاري".
د "بې ثباته او نه اټکل کېدونکي" امنیتي وضعیت له امله په بیروت کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ وتړل شو، او له امریکایانو څخه یې وغوښتل چې " همدا اوس چې د تجارتي پراوزنو انتخاب موجود دی، له لبنان څخه ووځي".
متحده ایالتونه، چې له اوږدې مودې راهیسې یې حزب الله د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه نومولې، په مکرر ډول د اسرائیل د ځان د دفاع د حق ملاتړ کړی، او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې "د حزب الله د ترهګرو د تمویل د پلانونو په افشا کولو او ګډوډولو سره د لبنان ملاتړ ته ژمن دی".
فورم \ دبحث خونه