د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او لبنان په واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب د سولې د خبرو څلورم پړاو پیل کړ

د اسرائیل او لبنان حکومتونو د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرو اترو څلورمه پړاو پیل کړی.

دغه خبرې په داسې حال کې پیلیږي چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان د ترهګرې ډلې له خوا پر اسرائیل د بریدونو په ځواب کې د لبنان په جنوب کې پر حزب الله بریدونو ته دوام ورکړی.

په واشنګټن کې د اسرائیل سفارت د سه شنبې په سهار (جون دویمه) د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د دریو لورو د غونډې عکسونه خپاره کړل.

په عکسونو کې، په امریکا کې د اسرائیل او لبنان سفیران د غونډې میز په دوه مختلفو خواوو کې ناست وو، او د امریکا چارواکي یې په سر کې ناست وو. په دې غونډه کې د امریکایي چارواکو په منځ کې په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي هم شامل و.

د اسرائیل او لبنان حکومتونو د اپریل په ۱۴مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د سولې د خبرو اترو لومړۍ پړاو ترسره کړ چې دواړو خواوو دوه ورځې وروسته د اسرائیل او حزب الله په جګړه کې په لنډمهاله اوربند هوکړه وکړه.

له هغه راهیسې دا اوربند څو ځله وغځول شو، خو حزب الله د دې اوربند له منلو ډډه وکړه او د مارچ له لومړیو څخه یې په اسرائیل راکټي او نورو بریدونو ته دوام ورکړی دی. حزب الله پر اسرائیل بریدونه د خپل ملاتړي ایران سره په همغږۍ پیل کړل ځکه چې د ایران ترهګر رژیم د امریکا او اسرائیل له ګډو بریدونو سره مخ دی.

اسرائیلي ځواکونو دغو بریدونو ته د لبنان په جنوب کې د سیمو په نیولو سره ځواب ویلی دی، ترڅو حزب الله په دغو سیمو کې له فعالیت څخه منع کړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشل حساب په یو لړ پوستونو کې وویل چې هغه د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د حزب الله له استازو سره خبرې وکړې او د یو بل پر وړاندې یې د ډزو او بریدونو د بندولو په اړه د هغوی هوکړه ترلاسه کړې ده.

خو جګړې د سه شنبې په ورځ هم دوام درلود او اسراییلي پوځ وویل چې سهار وختي درې بریدګر ډرونونه د اسرائیل خاورې ته ننوتل. د اسرائیل پوځ زیاته کړه چې یو ډورن د کوم زیان له اړولو پرته پر ځمکه راپریوت او دوه نور د اسرائیل د هوایي ځواک له خوا شنډ شول.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو دا هم وویل چې دوی د لبنان په جنوب کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي او د حزب الله ترهګر او د هغوی زیربناوې په نښه کوي.

د لبنان ملي خبري اژانس وویل چې د اسرائیل جنګي الوتکو د سه‌شنبې په ورځ د یاد هیواد په جنوب کې نور بریدونه هم ترسره کړل.

د لبنان ولسمشرۍ دفتر د ولسمشر جوزف عون په حواله ویلي چې هغه د سه‌شنبې په ورځ د متخصصینو یوې غونډې ته ویلي چې له اسرائیلو سره له خبرو اترو پرته بله لاره نشته. نوموړي ویلي د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د میاشتو جګړو له امله د ملکي وګړو په ګډون ۳۰۰۰ لبنانيان وژل شوي او له یو میلیون څخه ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي.

لبنان په دې جګړه کې د حزب الله د وژل شویو جنګیالیو شمېر نه خپروي. د اسرائیل لومړي وزیر د یکشنبې په ورځ وویل، اسرائیل پوځ تیره میاشت د حزب الله د ۷۰۰ جنګیالیو په ګډون د مارچ له پیل راهیسې د حزب الله ۳۰۰۰ ترهګر وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG