د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ د غزې په لسو سیمو بمباري کړې


اسرائیل وایي نن د یکشنبې په ورځ ېې د غزې په لسو محلونو باندې هوایي بمباري کړی. د اسرائیلي پوځ په وینا د نن سهار په عملیاتو کې هغه سیمې په نښه شوي وې چې دفلسطینیانو له خوانه پکې پر اسرائیلو باندې راکټونه توغول کیږي.

د اسرئیلي پولیسو او فلسطینیانو تر مینځ نښتې د څو ورځو راهیسې په ختیځ بیت المقدس اونورو ښارونو کې روانې دي.

تشنج او خړپړتیا له هغه وخت راهیسې زیاته شویده چې درې اسراییلي زلمیان په لویدیځه غاړه کې د جون په میاشت کې اول برمته شول او ورسته یې بیا مړي وموندل شول.

اسرائیل د دغو زلمیانو د برمته کولو او وژلو پړه د حماس پر افراطي ډله وراچوي.

بلي خوا ته د فلسطین لوی څارنوال وایي هغه عرب زلمیْ چي ښایي د دغې پیښې په غچ کې وژل شوی وي، دهغه طبی رپوټ څرگندوی چې ژوندی سوزځول شوی دی.

د محمد ابو خضیر مړی د چهار شنبې په ورځ یو ساعت ورسته له هغه چې یرغمل نیوونکيو هغه په زوره په موټر کې سپور کړ د چهارشنبی په ورځ په یوه ځنلگه کې وموندل شو. د هغه پلار وایي د زوی جسد یې داسې سوځول شوی چې نه پیژندل کېده او په دي ان اې باید ثابت شي چې دا یې زوی دی.

د اسرائیلو پولیسو تر اوسه ندي ویلي چې دا عرب زلمی چا وژلی دی. د اسرایلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو هوډ کړی چې د غه ځوان قاتلین به د عدالت منگولو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG