د لاس رسي وړ اتصالات

څلور فلسطینیان د اسرائیل د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي


له شاوخوا پنځو ورځو راهېسې دا جګړه روانه ده
له شاوخوا پنځو ورځو راهېسې دا جګړه روانه ده

د اسرائیل د امنیتي ځواکونو او فلسطینیانو تر منځ دا څو اوونۍ کیږي چې اخ او ډب روان دی. د اسرائېل امنیتي ځواکونو په تازه پیښه کې څلور فلسطینیان په لویدیځه غاړه کې وژلي دي.

په لویدیځه غاړه کې دا ۴ فلسطینیان پداسې حال کې وژل کیږي چې په غزې کې هم د اسرائیل او فلسطیني ډلو تر منځ جګړه شوې.

اسرائيل په غزه کې د حماس ډلې په ضد عملیات زیات کړي او داسې ویره پیدا شوې ده چې ښایي دا پنځه ورځنۍ جګړه نوره هم اوږده شي.

د جمعې په ورځ مۍ ۱۴ (غوايي۲۴) د اسرائيل پوځ هوايي او ځمکني بریدونه کړي او حماس بیا په اسرائيل راکټونه توغولي دي.

د اسرائیل د پوځ یو ویاند وویل چې ځواکونو یې ۱۶۰هوايي او ځمکني بریدونه کړي ‌دي. د حماس ډلې هم په اسرائیل باندې سلګونه راکټونه توغولي دي.

د بریدونو په پیل کې د اسرائیل د دفاع وزیر وویل چې دا بریدونه یې له غزې څخه کړي دي،‌ خو وروسته یې بیا وویل چې بریدونه له اسرائیل څخه شوي ‌دي.‌

په غزه کې د روغتیا مسولین وايي چې په په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۳فلسطینان وژل شوي او ۵۳۰نور ژوبل دي. وايي په وژل شویو کې ۲۷ماشومان هم شامل دي.

همدغه راز د حماس په راکټي بریدونو کې لږ تر لږه ۷اسرائیلیان وژل شوي چې یو یې شپږ کلن ماشوم دی.

د پوځ ویاند جانتن کانرېکس وویل چې د بریدونو هدف د حماس هغه تونلونه دي چې له څو کالو راهېسې یې وهلي او جوړ کړي‌دي.

د غزې په تړانګه کې ځینو عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي دي‌چې دوی په سیمه کې د اسرائیل پلي ځواکونه نه دي‌ لیدلي خو ویلي دي چې هوايي بریدونه یې لیدلي دي.

دا جګړه له شاوخوا پنځو ورځو راهېسې پيل شوې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ به د حالاتو د ارزولو لپاره غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې لینډا توماس ګرینفیلډ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې امریکا به د په لوړې کچې د دپلوماسۍ له لارې د حالت کنترولولو هڅې روانې ساتي.

په همدې حال کې نړیوالې هلې ځلې پیل شوې چې دا جنګ بند شي. د مصر چارواکو هم له دواړو غاړو سره لیدلي دي.

دا شخړه له ۲۰۱۴راهېسې تر ټولو خونړۍ بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG