د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو راپور: فلسطینانو سره شخړه کې اسرائیل اصلي مقصر دی 


د اسرائیل او فلسطین شخړه
د اسرائیل او فلسطین شخړه

د ملګرو ملتونو محققانو نن سه شنبه جون اوومه (غبرګولي ۱۷) وویل چې د فلسطین د قلمرو «اشغال» او له فلسطینیانو سره د اسرائیل تبعیض په سیمه کې د نه ختمیدونکي تاوتریخوالي عمده علتونه دي.

د ملګرو ملتونو د لوړې کچې یوې ډلې په دې برخه کې اسرائیل پړ بللی دی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېر کال دا ډله وګمارله چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د شخړې جرړه پیدا کړي او په دې اړه تحقیقات وکړي.

دغو محققانو په خپل راپور کې ویلي دي چې د نه ختمېدونکي تاویخوالي د ختمېدو لپاره ضروري‌ ده چې اسرائیل د فلسطین د ځمکو «اشغال» ختم کړي، خو شواهد ښکاره کوي چې اسرائیل له دغه کار سره دلچسپي نلري.

د ۱۸ مخونو په دغه راپور کې د تحقیقاتو په ارزونې، د ملګرو ملتونو په تېرو پرېکړو، راپورونو او د موندنو د څرنګوالي‌ او ممکنه تطبیق په اړه ډېر تمرکز شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مخکنۍ سرمحققې ناوې پیلي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د پخوانیو راپورونو په وړاندیزونو کې د اصلي سرغړوونکي په توګه اسرائیل ته اشاره شوې ده. هغې ویلي دي چې دا «د یو هېواد له لوري د بل هېواد د اشغال» څرګندوی دی.

میرمن پیلې ویلي دي چې د نړیوال قانون څخه د اسرائیل د سرغړونې او د فلسیني ډلو له لوري په اسرائیل باندې د راکټونو د توغولو په برخه کې د مخکنیو راپورونو وړاندیونه تطبیق شوي نه دي چې له دغو اړخونو سره حساب وشي.

نوموړې ویلي دي چې د دغو وړاندیزونو نه عمل کېدل د دې ثبوت دی چې په خبره یې اسرائیل نغواړي د فلسيني ځمکو اشغال او له فلسطینیانو سره تبعیضي چلند بند کړي.

اسرائیل د ملګرو ملتونو له دغې ډلې سره همکاري کول رد کړي، دا ډله تېرکال د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ له ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته وټاکل شوه. د دواړو غاړو ترمنځ په دغې جګړې کې ۲۶۰ فلسطینینان او ۱۳ اسرائیلیان ووژل شول.

د اسرائیل حکومت مخکې هم په میرمن پیلی انتقاد کړی و چې اسرائیل ضد اجنډا لري او نن یې هم د ملګرو ملتونو د دغې ډلې تحقیقات یو اړخیز وګڼل.

په همدې حال کې لسګونو احتیاطي عسکرو او محصلانو، چې ځینو یې د حماس ډلې د جنګیالیو په څېر جامې اغوستې وې، په ژینیف کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته مظاهره وکړه.

د اسرائیل یو نادولتي سازمان «شورات هادین» دا مظاهره تنظیم کړې وه. دغه سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په سازمان انتقاد وکړ او هغه یې د اسرائیلو ضد اداره وبلله.

XS
SM
MD
LG