د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: د اسرائیل پوځ به رفح ته ننوځي


د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو

د نړیوالو فشارونو او اندېښنو سره سره د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو وايي چې پوځ به یې د رفح ښار ته داخل شي.

نتنیاهو د اسرائیل د کابینې غړو ته وویل: «هېڅ ډول نړیوال فشار نه شي کولای چې موږ د جګړې هدف ته له رسېدو، چې د حماس ختمول، د ټولو یرغمل شویو خلاصول او دا ډاډ ترلاسه کول دي چې نور به له غزې څخه اسرائیل ته کوم ګواښ نه وي، را وګرځوي.»

نوموړي وویل چې د دغو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره به اسرائیل «عملیات» کوي، خو د عملیاتو وخت یې مشخص نه کړ.

له شاوخوا پنځو میاشتو راهېسې اسرائیل په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات کوي چې له کبله یې د غزې اکثریت نفوس بېځایه شوي‌ او ډېر خلک رفح ته کوچېدلي دي.

په همدې حال کې تمه ده چې په قطر کې د سولې خبرې بیا پیل شي. بلخوا د جرمني صدراعظم اولاف شولتز به نن اسرائيل ته سفر کوي او له صدراعظم بینیامین نتنیاهو سره ویني. متحدو ایالتونو، چې د حماس په ضد روانې جګړې کې د اسرائيل تر څنګ ولاړ دی، ویلي دي چې په رفح باندې به د اسرائیل عملیات ناورین زېږوونکی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ وویل چې په رفح کې د بې ګناه خلکو د حفاظت لپاره «موږ باید یو ښکاره او د اجرا وړ طرحه ووینو».

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ویلي دي چې اسرائیل باید د «انسانیت د نوم» په خاطر په رفح کې عملیات ونه کړي.

اسرائيل وايي تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس په بریدونو کې ۱۱۶۰ اسرائیلیان ووژل چې اکثریت یې ولسي خلک وو او د حماس جنګیالیو تر ۲۵۰ کسانو پور یرغمل ونیول. د یرغمل شویو تر نیمايي پورې کسان لا هم له حماس سره دي. ګمان کېږي چې د اسرائیل په بریدونو کې د یرغل شویو ۳۲ کسان یا وژل شوي او یا مړه شوي دي.

په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دممه تر ۳۱۶۰۰ زیات کسان وژل شوي دي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG