د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په قطر کې د حماس د ترهګرې ډلې په مشرتابه د اسرائیل بېساری برید یې "د تاسف وړ " بللی، خو په ورته وخت کې یې ویلي چې دا برید ممکن د "سولې لپاره فرصت" را منځ ته کړي.
څو دقېقې وروسته له هغې چې د سه شنبې په ورځ د سپټمبر په نهم د قطر په پلازمېنې دوحې کې د دوو چاودنو غږ واورېدل شو، د اسرائیل پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د دې هېواد د کورني امنیت د ادارې به مرسته، په دوحې کې د حماس ترهګرې ډلې په جګپوړي مشرتابه یې برید ترسره کړی دی.
د قطر حکومت دا برید وغاندو او معلومه نده چې د حماس ډلې کوم مشران په دې برید کې وژل شوي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، چې خبریالانو ته یې یوه اعلامیه لوستله، وویل: "په قطر باندې یوه اړخیزه بمباري، چې د خپلواک هېواد او د متحدو ایالتونو نږدې ملګری دی، چې هڅه کوي او په زړورتیا زموږ سره د سولې په منځګړیتوب کې خطرونه ګالي، د اسرائیل یا امریکا موخې په مخ نه بیایي. په هر حال، د حماس له منځه وړل چې د غزې د وګړو له بې وسۍ څخه ګټه پورته کوي، یو ارزښتناک هدف دی."
د لیویت په وینا، د متحدو ایالتونو پوځ ولسمشر ټرمپ ته په داسې حال کې خبر ورکړ چې د اسرائیل له لوري برید په لاره اچول شوی و، او "ولسمشر ټرمپ فوراً ځانګړي استازي، ستیف ویتکاف ته دستور ورکړ چې قطریان له ممکنه برید څخه باخبره کړي او هغې همداسې وکړل".
د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه چې له برید ورسته ولسمشر ټرمپ د اسرائیل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، سره هم خبرې وکړې.
کارولین لیویت وویل: "لومړي وزیر، ولسمشر ته وویل چې غواړي فوري سوله وکړي. ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې دا د تاسف وړ پېښه کولی شي د سولې لپاره د یو فرصت په توګه عمل وکړي."
د لیویت په وینا، ولسمشر ټرمپ د قطر له امیر او لومړي وزیر سره هم خبرې وکړې او له متحدو ایالتونو سره د هغوی د ملاتړ او ملګرتیا په خاطر مننه وکړه او "ډاډ یې ورکړ چې دا ډول پېښه به بیا تکرار نشي."
تر دې مخکې، نتنیاهو په بیت المقدس کې د متحدو ایالتونو په سفارت کې د یوې غونډې په مهال د دوحې د برید په اړه وویل چې اسرائیل هغه وادنۍ په نښه کړه چې د حماس مشرانو د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر اوومه نېټه یې په داسې حال کې لمانځله چې جنګیالیو یې له غزې څخه په اسرائیل یرغل وکړ او څه باندې ۱۲۰۰ کسان یې چې زیاتره یې ملکي وګړي وو، ووژل.
نتنیاهو زیاته کړه چې اسرائیل د سه شنبې برید "په مستقله توګه" ترسره کړ او بشپړ مسئولیت یې په غاړه اخلي.
نتنیاهو د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کتز، سره په یوې ګډې اعلامیې کې، وویل چې دوشنبې ناوخته، د اسرائیل دفاعي ادارو ته یې لارښونه وکړه چې د حماس په مشرتابه برید وکړي. د دې اعلامیې په اساس، دا برید د حماس ډلې د هغو بریدونو په غبرګون کې ترسره شو چې په کې د اسرائیل څلور سرتېري په غزې کې او شپږ اسرائیلي ملکي وګړي د بیت المقدس په شمال کې ووژل شول.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ویلي چې "د اسرائیل هغه بزدلانه برید غندي چې د قطر په پلازمېنې دوحې کې د حماس د سیاسي دفتر د یوشمېر غړو د اوسېدو" ودانۍ یې په نښه کړې ده.
انصاري زیاته کړې: "دا جنایتکارانه برید، د ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو څخه سرغړونه ده او د قطر د وګړو د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي."
د قطر د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په برید کې د دې هېواد یو امنیتي افسر هم وژل شوی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتوني ګوتیرش، په نیویارک کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال، د اسرائیل او حماس ترمنځ د بل اوربند او د حماس له بند څخه د ټولو برمته شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د یو منځګړي هېواد په توګه د قطر له "مثبت رول" ستاینه وکړه.
انتوني ګوتېرش دغه راز په دوحې کې د اسرئیل برید محکوم کړ او وویل: "زه د قطر د حاکمیت او ځمکني بشپرتیا څخه دا واضح سرغړونه غندم. ټولې خواوې باید د تل پاتي اوربند لپاره هڅې وکړي."
په ورته وخت کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د سپټمبر په نهمه، په یوې اعلامیې کې وویل: "د اسرائیل وحشیانه یرغل او د قطر هېواد د حاکمیت څخه واضح سرغړونه په شدیدو ټکو محکومو او غندو. "
د تېرکال په جنورۍ او جولای میاشتو کې په بیروت او تهران کې د صالح العاروری او اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته، دا لومړی برید دی چې اسرائیل د فلسطیني قلمرو څخه د باندې د حماس مشران په نښه کوي.
فورم \ دبحث خونه