د لاس رسي وړ اتصالات

مایک جانسن: د اسرائیل صدراعظم به ډیر ژر د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړي


نتنیاهو ته په کانګرس کې د وینا بلنه پداسې حال کې ورکول کیږي چې په روانه اوونۍ کې، درې اروپايي هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده او د جرمونو نړیوالې محکمې د نتنیاهو په ګډون د اسرائیل او حماس د ډلې د یو شمېر لوړ پوړیو مشرانو د نیولو غوښتنه وکړه. عکس - ارشیف
نتنیاهو ته په کانګرس کې د وینا بلنه پداسې حال کې ورکول کیږي چې په روانه اوونۍ کې، درې اروپايي هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده او د جرمونو نړیوالې محکمې د نتنیاهو په ګډون د اسرائیل او حماس د ډلې د یو شمېر لوړ پوړیو مشرانو د نیولو غوښتنه وکړه. عکس - ارشیف

د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو جرګې مشر، مایک جانسن د پنجشنبې په ورځ، مې ۲۳ (غبرګولي درېیمه)‌ وویل چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو به ډیر ژر دغه جرګې ته وینا وکړي.

جمهوري غوښتونکي مایک جانسن، پرته له دې چې ددغه وینا نېټه مشخصه کړي،‌ وویل: "موږ به ډېر ژر په کانګرس کې د دواړو جرګو په ګډه غونډه کې د صدراعظم نتنیاهو کوربه توب وکړو او دا غونډه به د اسرائیل د حکومت څخه کلک ملاتړ څرګند کړي."

نتنیاهو ته په کانګرس کې د وینا بلنه پداسې حال کې ورکول کیږي چې په روانه اوونۍ کې، درې اروپايي هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده او د جرمونو نړیوالې محکمې د نتنیاهو په ګډون د اسرائیل او حماس د ډلې د یو شمېر لوړ پوړیو مشرانو د نیولو غوښتنه وکړه.

د جرمونو د نړیوالې محکمې مشر څارنوال کریم خان وویل چې د دغو کسانو په اړه یې پرېکړه د اسرائیل-حماس ترمنځ د روانې جګړې له کبله کړې ده.

خو د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د نړیوالو جرمونو د محکمې د مشر څارنوال دغه غوښتنه قهر پاروونکې وبلله چې په کې د غزې د جګړې له کبله د اسرائیل د صدراعظم او نورو پوځي مشرانو د نیولو د حکم صادرولو غوښتنه شوې ده.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د ولسمشر بایډن له خولې لیکل شوي: "اجازه راکړئ چې څرګند یې ووایم، څارنوال چې هر څه ته ګوته نیسي، اسرائیل او حماس ترمنځ برابري نه شته -هېڅ-. موږ به تل د اسرائیل د امنیت په ضد خطرونو په وړاندې د هغه ترڅنګ ولاړ یو. "

د تیر کال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس سخت دریځو له برید وروسته د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، د امریکا متحده ایالتونه د اسرائیل له کلکو ملاتړو څخه دی.

د ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې د ملکي کسان د مرګ ژوبلې د زیاتوالي له امله پر نتنیاهو فشارونه زیات کړي او ګواښ یې کړی چې دغه هېواد ته به د وسلو استول بند کړي، چې جمهوري غوښتونکو ورسره موافقه کړې ده .

خو جمهور غوښتونکي مایک جانسن پر جوبایډن تور پورې کړ چې پدې اقدام سره نوموړی د حماس سره مرسته کوي.

سپینې ماڼۍ پرله پسې توګه د اسرائیل د پوځي عملیاتو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده، په ځانګړې توګه په رفح ښار کې چې تر یو میلیون زیات د غزې اوسیدونکو د جګړې څخه پناه اخیستې ده.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د تیرکال د اکتوبر پر اوومه د حماس سخت دریځو پر اسرائیل برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

له دې برید وروسته اسرائیلي پوځیانو پر غزه د هوايي او ځمکنیو بریدونو پیل کړل. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، پر غزې د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې تر اوسه څه باندې ۳۵۸۰۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG