د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۶) وویل چې پوځيان یې د غزې د دوو روغتونونو شاوخوا د حماس له اورپکو سره په مخامخ سخته جګړه کې ښکېل شوي او په تیره یوه ورځ کې په دغو جګړو او هوايي بمباریو کې ۲۰ اورپکي مړه شوي دي.
د اسرائیل ځواکونو په اکتوبر کې د غزې په تړانګه کې د جګړې د پیل راهیسې، څو ځله د تړانګې د څو روغتونونو شاوخوا عملیات ترسره کړي او ادعا کوي چې اورپکي دغه روغتونونه د جګړې د قومانداي د مرکزونو په توګه استعمالوي. حماس دغه ادعا رد کړې ده.
د غزې د تر ټولو ستر روغتون الشفا شاوخوا مېشتو فلسطینیانو "د دوزخ په څېر" وضعیت خبر ورکړی. دوی ویلي چې د مسلسلو بمباریو په نتیجه کې په لارو کوڅو کې مړي پراته دي او له نیول شویو کسانو څخه په داسې حال کې تحقیقات کیږي چې جامې یې ورڅخه ایستل شوي دي.
اسرائیل د دوشنبې په ورځ د غزې ښار د الشفا روغتون او د خان یونس د الامل روغتون په شاوخوا کې بریدونه "دقیق عملیات" بللي دي.
خو دغو عملیاتو، په روغتونونو کې دننه د ناروغانو او بې ځایه شویو خلکو لپاره لویه ویره رامنځته کړې، چې په ځینو مواردو کې د اسرائیلي ځواکونو له خوا محاصره شوي او یا هم بریدونه ورباندې شوي دي.
د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي، پوځي وسایطو د الامل روغتون ته غځېدلي ټولې لارې تړلي او د روغتون کارکوونکي بهر ته له تللو څخه منع شوي دي.
د اسرائیل پوځ وویل چې د الامل روغتون په شاوخوا سیمه کې یې د عملیاتو په ترڅ کې "د ترهګرو څو پټنځایونه په نښه کړي او هلته یې راکټ لانچرونه او نور نظامي تجهیزات موندلي دي."
پوځ زیاته کړه: "تېره ورځ په الامل سیمه کې په مخامخ جګړو او هوايي بمباریو کې له شلو ډېر ترهګر له منځه وړل شوي دي."
په الشفا روغتون شاوخوا عملیات د تیرو اتو ورځو راهیسې دوام لري. د اسرائیل پوځ ویلي چې ددغو عملیاتو په ترڅ کې یې د وسلو سربېره "د حماس او اسلامي جهاد تروریستي سازمانونو پورې تړلي ۵۰۰ ترهګر" نیولي دي.
د اسرائیل پوځیانو د نومبر په میاشت کې هم د الشفا روغتون پر سیمه برید کړی و. پوځ خبرداری ورکړی چې له دغې سیمې څخه د اورپکو د پاکولو پورې به عملیات دوام ولري.
سرې میاشتې د یکشنبې په ورځ وویل چې پوځي موټرو د الامل په یو کیلومترۍ کې د ناصر په نوم روغتون هم محاصره کړی، خو د دوشنبې په ورځ د ناصر روغتون شاوخوا د وضعیت په اړه راپور ندی ورکړل شوی.
فورم \ دبحث خونه