د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو د غزې د ښار د نیولو څخه مخکي ۶۰ زره احتیاطي ځواکونو فعاله کړي


د اسرایلو پوځ وايي چې دوي به د غزې پر ښار د عملیاتو نه مخکي د ۶۰ زرو شاوخوا احتیاطي ځواکونه فعاله کړي دا په داسې حال کې ده چې عرب مینځکړي د اوربند د هغه وړاندیز ځواب ته انتظار باسي چې دوي اسرایلو ته وړاندې کړی دی.

د اسرایلو پوځ ویلي دي چې ددغه هیواد د دفاع وزیر اسرایل کتز د حماس د ترهګرې ډلې پرضد د اسرایلو د روانې جګړې د نوې مرحلې پیل منظور کړی او احتیاطي ځواکونه یې فعاله کړي چې په لړ کې به یې د غزې پر ښار عملیات پیل شي .

پوځ ویلي دي چې احتیاطي ځواکونه به د سپتمبر تر میاشتې پورې خپل کار رسما پیل نکړي.

اسرایلو تراوسه پورې رسما د مصري او قطري مینځګړو له خوا د ۶۰ ورځني اوربند هغه پیشنهاد ته ځواب نه دی ویلی چې دغو دواړو هیوادونو اسرایلو ته استولی دی.

د حماس ترهګرې ډلې دغه اونۍ ددې اوربند شرایط ومنل.

په عین حال کې سپینې ماڼۍ ویلي دي چې امریکا پر دې پیشنهاد باندې بحثونه پیل کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولین لیویټ پرون د سې شنبې په ورځ داسې وویل «زه فکر نه کوم چې دا دې تصادفي وي چې حماس دغه پیشنهاد وروسته له هغه ومنی چې د امریکا ولسمشر د جګړې په هکله د ټروډ سوشل (پر ټولینزې رسنۍ) باندې پرون یوه قوي بیانیه خپره کړه.»

ښاغلي ټرمپ وویل چې د پاتو اسرایل یرغمل شویو کسانو بیرته ستنیدل یواځي هغه مهال امکان لري چې د حماس د ترهګرې ډلې «سره مبارزه وشي او له مینځه یوړل شي».


فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG