د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په جرمني باندې د میزایلو ضد دفاعي سیستم پلوري


د اسرائیل صدر اعظم بینیامین نتنیاهو او په اسرائیل کې د امریکا سفیر ډیویډ فریډمن د ارو۳ میزایلو ضد د دفاعي سیستم یوه ویدیو ګوري
د اسرائیل صدر اعظم بینیامین نتنیاهو او په اسرائیل کې د امریکا سفیر ډیویډ فریډمن د ارو۳ میزایلو ضد د دفاعي سیستم یوه ویدیو ګوري

اسرائیل وايي د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه) یې په جرمني باندې د « Arrow 3» په نوم د بالستیکي میزایلو دفاعي سیستم د خرڅولو تړون نهايي کړ، چې ۳.۵ میلیارد ډالر کېږي.

جرمني په دې هڅه کې دی چې باید فضا یې مصونه وي او له هغه حالت څخه ځان وساتي چې روسیې په اوکراین باندې راوستی.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس خبریالانو ته وویل:"موږ هره ورځ په اوکراین باندې د روسیې بریدونه ګورو چې په عمومي ډول هوايي دفاع څومره مهمه ده."

هغه زیاته کړه:"هوايي دفاع مهمه ده او په ځانګړي ډول زموږ لپاره چې د اروپا په زړه کې یو."

نوموړي د اسرائیل د میزایلو ضد دا دفاعي سیستم یو ښه سیستم وباله. برلین پلان لري چې د میزایلو ضد تکنالوژي د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې پلې کړې او بیا یې په پراخه کچه د ناټو په دفاعي پروګرامونو کې هم شامله کړي.

جرمني تېرکال د "اروپا د فضا سپر" په نوم یو لوی ابتکار عملي کړ، چې اوس ۱۹ دولتونه یې تر چتر لاندې دي.

متحدو ایالتونو له اسرائیل سره د دغه دفاعي سیستم په جوړولو کې مرسته کړې ده او د اګست په میاشت کې یې له جرمني سره د دغې معاملې په اړه شین څراخ ښودلی و-مخالفت نه و کړی.

د اسرائیل د دفاع وزیر یواو کالانت وویل:"نن مو په دوو ساده امضاګانو باندې تاریخ جوړ کړ." نوموړي له جرمني سره ژمنه وکړه، چې دا سیستم به ورته په "خپل وخت او اغیزناک ډول" سپاري.

نوموړي همدغه راز وویل چې د هالوکاست له پېښې وروسته، جرمني ډېر وړاندې تللی او هغه د اسرائیل په ملي امنیت او حاکمیت کې د جرمني همکارۍ ته اشاره وکړه.

د اسرائیل د دفاع وزیر دا معامله د هر اسرائیلي لپاره زړه راښکوونکې معامله وبلله. هغه زیاته کړه: "اسرائیل او جرمني نن د دوو ولسونو د خوندي اینده لپاره لاسونه سره یو کړل."

د دغه راپور ځینې معلومات د اسوشیتډپرس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG