د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ او غزه کې د جنګیالیو ترمنځ نښتو کې ۲۸ تنه وژل شوي - مقامات 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

نن پنجشنبه مۍ ۱۱ (غوايي۲۱) د اسرائیل پوځ او د غزې په تړانګه کې د «اسلامي جهاد» د جنګیالیو ترمنځ د پيل شوې تازه جګړې درېیمه ورځ وه.

دا په تېرو څو میاشتو کې د خپل د دواړو خواو ترمنځ تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کېږي چې د راپورونو له مخې ۲۸ کسان په کې وژل شوي دي.

مصر منځګړتوب پیل کړی چې سوله وشي. فرانسې، جرمني اردن او مصر د جګړې سملاسي ختمېدو غوښتنه کړې ده. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک وویل: «وینې تویدل باید سمدستي بند شي.»

د اسرائیل پوځ په هوايي بریدونو کې جنګیالي او ولسي خلک وژل شوي دي. د غزې په تړانګه کې جنګیالیو په اسرائيل باندې ۵۰۰ راکټونه توغولي چې د اسرائیل پوځ په وینا کوم زیان یې رسولی نه دی.

د اسرائیل پوځ وايي په توغول شویو توغندیو کې یې ۳۶۸ یې د اسرائيل خاورې ته داخل شوي، ۱۵۴ نور یې یې خنثی کړل شوي او ۱۱۰ یې بېرته په غزه کې غورځېدلي دي.

په غزه کې هټۍ تړل شوي، سړکونه تش دي، ځینې ودانۍ ویجاړې شوې او په فضا کې د اسرائیل الوتکې ګرځي راګرځي.

د «اسلامي جهاد» ډلې ویلي دي چې د اسرائیل په بریدونو کې یې څلور پوځي قومندانان وژل شوي دي. د « فلسطین دازادۍ مشهوره جبهه» وايي چې د دې ډلې څلور جنګیالي هم وژل شوي دي.

د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو تېره ورځ ناوخته په یوې تلویزوني وینا کې وویل چې لا په جګړې کې دي. هغه زیاته کړه: «موږ ترهګر او د هغوی لېږونکو ته وایو: هر ځای مو وینو، پټېدلای نشی، موږ ستاسو د وېشتلو لپاره ځای او وخت ټاکو.»

په غزې کې یو اوسېدونکي مامون رادي وویل: «هیله لرو چې د تاوتریخوالي دا پیل شوې څپه ژر بنده شي، خو د شهیدانو د غچ اخیستلو ننګه کوو. اسرائیل سهار وختي د اسلامي جهاد مشر په نښه کړ، ځکه چې ارامي یې نه خوښېږي.»

د «اشکیلون» یوې اوسېدونکې مریم کیرین بیا وویل چې د غزې څخه یو توغول شوي توغندي یو ورکشاپ او د هغې کور ویجاړ کړی دی. هغې فرانس پرس ته وویل: «په کوټې کې چرې خورې ورې پرتې دي. کور ډېر قوي ولړېده، شېشې ماتې شوې او دیوال وغورځېده.

د «اسلامي جهاد» ډلې ځینو سرچینو فرانس پرس ته ویلي دي چې د دوی د سیاسي څانګې لوړ پوړی مقام محمد الهندي نن مصر ته ځي چې د هغه هېواد د استخباراتو له مشرانو سره وویني.‌

په مصر کې یوې سرچینې ویلي دي چې د دغه هېواد یو پلاوی به تل ابیب ته ولاړ شي چې د اسرائیل له مقاماتو سره په اوربند وغږېږي.

اسرائیل هم د جګړې د ختمولو په اړه د دواړو خواو ترمنځ د افهام او تفهیم د اسانتیا په برابرولو کې د مصر مداخله تائید کړې ده.

XS
SM
MD
LG