د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال قدرتونه لویدیځه غاړه کې د یهودانو لپاره د نورو میشت ځایونو د جوړولو مخالفت کوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د لویدیځ د پنځو قدرتونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن سه شنبه فبروري ۲۴ (سلواغه۲۵) د اسرائیل له هغه پلان سره مخالفت وکړ چې غواړي د اردن د رود په لویدیځه غاړه کې د یهودانو لپاره نور استوګنځایونه جوړوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې د اسرائیل حکومت د دې پرېکړې په اړه «ډېر خواشیني» دي چې غواړي په اشغال شویو سیمو کې نهه نور مېشت ځایونه قانوني کړي.

دوی ویلي دي چې دا پرېکړه به د اسرائيل او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې د زیاتېدو لامل شي او د مذاکراتو له لارې د دوو مستقلو دولتونو د جوړېدو لپاره به هڅې هم کمزورې کړي.

دغو وزیرانو ویلي دي چې په سیمه کې به روان وضعیت څاري.

د اسرائیل کابینې دوې ورځې مخکې د بیبت المقدس په ختیځ کې له یو لړ بریدونو وروسته، چې درې اسرائیلیان په کې ووژل شول، اعلان وکړ چې په لویدیځه غاړه کې به نهه نور استوګنځایونه هم قانوني کوي.

دا کورونه چې د اسرائیل حکومت له منظورۍ پرته جوړ شوي اوس به قانوني کېږي. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن،‌ چې تېره ورځ یې د اسرائیل په دې طرحې باندې یې انتقاد کړی و، نن یې د لویدیځو قدرتونو دا بیانیه لاسلیک کړه.

دا مهال څه باندې ۴۷۵زره اسرائیلیان په هغو استوګنځایونو کې مېشت دي چې د لویدیځې غاړې په اشغال شویو سیمو کې ودان شوي؛ دلته ۲۰۸ میلیون فلسطینیان هم ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG