د لاس رسي وړ اتصالات

بحرین او امارات نن سپینه ماڼۍ کې اسرائیل سره تړون لاسلیک کوي 


د اماراتو او بحرین د بهرنیو چارو وزیران به د اسرائیل له صدراعظم سره دا تړون لاسلیک کوي
د اماراتو او بحرین د بهرنیو چارو وزیران به د اسرائیل له صدراعظم سره دا تړون لاسلیک کوي

متحده عربي امارات او بحرین به نن سه شنبه سپتمبر ۱۵(وږي ۲۵) په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ‌ په مخکې له اسرائیل سره د اړیکو د عادي‌ کولو تړون لاسلیک کړي.

دغه کار په منځني ختيځ کې د ایران خلاف یو ستراتېژیک بدلون ګڼل کیږي. د امریکا د متحدو ایالتونو په منځګړتوب لومړی متحدو عربو اماراتو او بیا بحرین ومنله چې له اسرائیل سره خپل روابط عادي کړوي.

د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې له کبله عرب هېوادونه له اسرائیل سره اړیکي نه پالي.

د متحدو عربو اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان او د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبدالطیف الزیاني به د اسرائیل له صدراعظم بینیامن نتنیهاهو سره د اړیکو د عادي کولو دا تړونونه لاسلیک کړي.

له مصر او اردن را وروسته به متحده عرب امارات درېیم او بحرین څلورم عرب هېواد شي چې له اسرائیل سره اړیکې عادي ‌کوي.

فلسطینیانو دا کار غندلی دی. له اسرائیل سره د دغو هېوادونو د اړیکو عادي کولو ته د ولسمشر ټرمپ د یوې دپلوماتیکې بریا په سترګه کتل کیږي.

د اسرائیل، متحدو عربو اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کول په دې مانا دي چې دوی ټول په سیمه کې د ایران د مخ په زیاتېدونکي ‌نفوذ او بلاستیک میزایلو د جوړولو په اړه ګډې اندېښنې لري.

ایران له اسرائیل سره د دغو هېوادونو د اړیکو عادي کول غندلي دي.

سره له دې چې دا کار د بینیامن نتنیهاهو لپاره یوه بریا ګڼل کیږي، خو کور دننه د کروناویروس د خپرېدو، فساد او باور ختمېدو له کبله یې په ضد مظاهرې شوي دي. خو هغه دا ټول تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG